په کابل کې د تقاعد شوو کارکوونکو له حکومته د خپلو بندو پنشنونو د ورکړې غوښتنه

رپورٹ: نصرت اللہ طاہرزی :

په کابل کې د تقاعد شوو کارکوونکو یوې ډلې یو ځل بیا له عبوري حکومت نه غوښتنه کړې چې د دوی بندې پنشنونه دې ورکړل شي.

هغوی وایي، دوی کلونه کلونه د حکومت لپاره کار کړی، خو اوس له سختې بې‌وزلۍ او مالي ستونزو سره مخ دي.

تر اوسه پورې عبوري حکومت د پنشن د ورکړې په اړه کوم نوی رسمي دریځ نه‌دی اعلان کړی.

عبدالواسي، چې یو تقاعد شوی ښوونکی دی او پخوا یې په یوه دولتي ښوونځي کې د هېواد ماشومانو ته زده‌کړې ورکړې وې، د اووه کسیز کورنۍ یوازینی نفقه‌وړونکی دی. هغه وایي، د پنشن نه‌ورکړې له امله یې ژوند له اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.
هغه وایي:
"د پنشن اخیستونکو شمېر ډېر زیات دی. ټول د اسلامي امارت نه د خپلو پنشنونو د ورکړې په تمه دي، خو هیڅ اقدام نه کېږي. موږ نه پوهېږو چې څه روان دي.”

میر ویس، چې یو بل دولتي کارکوونکی دی، وایي:
"یوه فرمان صادر شوی و، خو هېڅکله عملي نه‌شو. قاضیانو موږ ته وویل چې د پنشن بهیر به پیل شي، موږ شپږ میاشتې انتظار وکړ. اوس چې قاضیان هم شته، د پنشن ریاست وایي چې د ‘نورم’ انتظار کوي. دا نورم څه شی دی؟”

پنشن اخیستونکي وایي، دوی زاړه شوي دي، نور د کار کولو توان نه‌لري. دوی له حکومته غواړي چې ژر اقدام وکړي او د دوی پنشنونه ورکړي.

عبدالحکیم له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه:
"موږ له اسلامي امارت نه د الله په خاطر غوښتنه کوو چې زموږ پنشنونه دې ورکړي. که له زړه نه یې نه ورکوئ، نو د الله لپاره یې ورکړئ.”

عبدالخالق وویل:
"ولې موږ ته زموږ حق نه راکول کېږي؟ آیا خپل حق غوښتل جرم دی؟ زموږ حق راکړئ. زه قسم خورم، که وم هم مړ شم، بیا به هم له خپل حق نه تېر نه‌شم.”

محمد عمر وویل:
"ولې موږ ته سرخوږی جوړوي؟ ولې موږ ته زموږ حق نه راکوي؟ موږ ټوله ورځ کوڅه په کوڅه ګرځو، داسې لکه چې ورک شوي یو.”

دغه تقاعد شوي کارکوونکي، چې د حکومت په بېلابېلو ادارو کې یې لسګونه کلونه خدمت کړی، اوس له ژورې مایوسۍ او سختو ژوندیو حالاتو سره مخ دي.

سره له دې چې څو ځله یې خپل غږ اوچت کړی، عبوري حکومت تر اوسه نه‌ده څرګنده کړې چې د دوی پنشنونه به کلہ ورکول کېږي

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے