د مالی کال 2025-26 په وړومبي څلورو مياشتو کې ایف بي آر 272 اربه روپۍ خساری سره مخ دی
ریاض حسین مرکزی د ټيکسونو د راغونډولو اداره FBR د 2025-26 مالي کال د جولای نه تر اکتوبر پورې په لومړيو څلورو مياشتو کې ټولټال 3738 اربه روپۍ مالیا راټوله کړي، چې د ټاکل شوي 4109 اربه روپيو هدف نه 272 اربه روپۍ کمه ده. د مرکزي مالياتي ادارې د رپورټ تر مخه په اکتوبر…
د پښتو وتلی شاعر، ليکوال او ډرامه نګار خالقداد اُمېد له دنيا لاړ
راپور: ډاکټر مصطفٰی کمال وتلی پښتو شاعر، ليکوال، اديب او ډرامه نګار خالقداد اُمېد د اوږدې رنځورۍ وروسته نن د اکتوبر په ۱۸مه نېټه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د پښتو ژبې او ادب له هغو روڼ نومونو څخه و، چې د رېډیو پېښور او پاکستان ټېليوېژن د زرين دور بنسټګر ليکوالانو…
پاکستان سره مذاکراتو دپاره د مولوي یعقوب په مشرۍ پلاوی دوحې ته تللی
فضل عزيز بونيری سي بي اين: کابل په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ويلي، داچې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن د خالي/ شنبې په ورځ په دوحه کې مذاکرات ترسره کیږي، د دفاع وزیر محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړې هیئت نن…
افغان کرکټ بورډ پاکستان سره د سیريز نه کولو اعلان کړی، وايي افغان لوبغاړي یې وژلي
فضل عزيز بونيری د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان په برید کې درې لوبغاړي وژل شوي دي. خو پاکستان ويلي د ترهګرو پټنځايونه یې په نخښه کړي دي. افغان کرکټ بورډ ويلي، بريد کې د ارګون ولسوالۍ کبير، صبغت الله او هارون په نوم درېو لوبغاړو په…
اورکزو کې د وسلهوالو نښته: د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان او ۱۹ وسلهوال وژل شوي
سي بي اين د خیبرپښتونخوا په اورکزو ضلعه کې تېره شپه د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې، په نتیجه کې یې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان او ۱۹ وسلهوال وژل شوي دي، د پاکستان پوځ په خپله دغه خبر خپور کړی دی. د پوځي بيان ترمخه، د خیبرپښتونخوا د…
د اسرايل او حماس جګړه: دوه کلنۍ جګړه کې په غزه کې 67,000 کسان وژل شوي
سي بي اين په داسې حال کې چې د اسرايل او غزې د جچې دوه کاله پوره شو، ياده جګړه لا هم دوام لري، په ياده دوه کلنۍ جګړه کې تراوسه پورې 67,000 کسان وژل شوي دی. که څه هم د اسرايل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ شوي او ترمنځ یې د اسرايلي يرغماليانو او…
ماسکو فارمېټ غونډه: متقي وايي، سيمه کې امنيتي مسله د طالبانو په واک کې راتلو سره نه ده راپيدا شوې
سي بي اين کابل: په افغانستان کې د طالبانو د موقتي حکومت د بهرنيو چارو وزير امير متقي خان د ماسکو فارمېټ غونډه کې ويلي، په سيمه کې امنيتي مسله په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره نه ده راپيدا شوې. هغه ويلي، د روس مننه کوي چې په دغه فارمېټ…
کوټه: ځانمرګي بريد کې د امنيتي عسکرو په ګډون لس تنه وژل شوي، ۳۲ ژوبل
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د ملېشه (اېف سي) ځواک د مرکز سره نزدې چاودنه کې د امنيتي عسکرو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان صوبې د سصحت وزير بخت محمد کاکړ د چاودنې او پېښه کې د وژنو…
ډېره اسماعيل خان: ټرېفکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي
نن د جمعې په ورځ (۲۶ستمبر) د ډېره اسماعيل خان په درازنده داناسر سیمه کې يوه ټرېفکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي، د ژغورنې ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ له معلوماتو له مخې یوه مزدا ګاډی چې پکې د یوې کورنۍ غړي سپاره وو، د بلوچستان له خانوزۍ څخه ډېره اسماعیل خان…
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منير د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي، شهباز شريف ډونلډ ټرمپ د امن علمبردار په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د هغه په برکت د پاکستان او هندوستان ترمنځ اوربند ممکن شوی دی، د هغه په مشرۍ به…
