په جلال‌اباد ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړونې پروژه پیل شوه

نصرت‌الله طاهرزی

جلال‌اباد، ننګرهار – د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۶ کیلومتره اوږدوالي یوه مهمه سړک جوړونه پیل شوې ده. دا پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته عملي کېږي، چې له امله به یې شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته لنډمهاله د کار زمینه هم برابره شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رییس انجینر وحیدالله مخلص وايي، یاده پروژه د ښار د اتمې ناحیې په (چوره ګلۍ) سیمه کې پلې کېږي، او ټاکل شوې ده چې په درې نیمو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړي په وینا، د اتمې ناحیې په ۲۶م ګذر کې به ۸۷۰ متره سړک او ویاله کانکریټ شي، چې له ۴ تر ۶ مترو پلنوالي لري او ټول لګښت یې ۱۱ میلیونه افغانۍ اټکل شوی. همداراز، په ۴۳م ګذر کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، ۷۳۲ متره اوږد او ۵.۵ متره پلن سړک کانکریټ کېږي، چې ورسره ۱۴۶۰ متره ویالې هم کانکریټ کېږي.

د تړون کوونکي شرکت رییس انجینر سردارولي انتظار وايي، پروژه به د قرارداد مطابق په ټاکلي وخت او معیاري کیفیت سره بشپړه شي. هغه زیاته کړه: "موږ ته درې نیمې میاشتې وخت راکړل شوی، ان شاءالله چې پروژه به په خپل وخت او ښه کیفیت سره ترسره کړو.”

په عین حال کې، په پروژه کې بوخت کاریګر وايي، که څه هم دا پروژه د دوی لپاره یوه ښه فرصت دی، خو موقتي ده او د بې‌روزګارۍ ستونزه یې په بشپړ ډول نه شي هوارولای. کاریګر محمود وویل: "دلته بې‌روزګاري ډېره زیاته ده، دا پروژه زموږ لپاره د یوه مړۍ نفقې چانس دی، خو دا لنډمهاله ده. حکومت او موسسات باید نورې پراخې پروژې هم راولي، چې هم به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د سیمې ستونزې حل شي.”

د جلال‌اباد د اتمې ناحیې یو بل اوسېدونکی رحمت وايي چې د سړکونو خراب وضعیت د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه وویل: "موږ نشو کولای مریضان پر وخت روغتون ته ورسوو، د باران پر مهال موټرې نشي تګ راتګ کولای. زموږ غوښتنه دا ده چې نورې ورته پروژې هم پیل شي.”

د جلال‌اباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، تېر کال په ښار کې د داخلي عوایدو له لارې ۴۶ او د نړیوالو مرستندویه ادارو له لارې ۴۲ ټولګټې پروژې عملي شوې دي.

خلک هیله‌مندي ښيي چې دا ډول پراختیایي پروژې نه یواځې د ښار فزیکي وضعیت ته وده ورکوي، بلکې د خلکو د ژوندانه کیفیت هم ښه کوي او د بې‌روزګارۍ ستونزې ته یو څه حل راوړي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے