د روان مالي کال په لومړۍ مياشت کې د FBR 755 اربه روپۍ راټولې کړې

ریاض حسین

هدف تر سره شوی خو د کلني هدف لپاره لا هم چټک پرمختګ ته اړتيا ده

د پاکستان مرکزي د مالیاتو اداری (FBR) د روان مالي کال په لومړۍ مياشت جولایې کې 755 اربه روپۍ راټولې کړې، چې د ټاکل شوي 748 اربه روپو هدف نه لږ څه زياتې دي. دا رقم د تېر کال همدې مودې پرتله 15 فیصده زياتوالی ښيي، خو دا کچه لا هم د ټول مالي کال د هدف لپاره 20 سلنه پرمختګ ته اړتیا لري

د ماليي زياتوالی تر ډېره حده د غيرمستقيمو ټیکسونو، په ځانګړي ډول د سيلز ټیکس او کسټم ډيوټۍ ښه کارکردګۍ له امله راغلی دی. خو بيا هم، FBR د انکم ټیکس او وفاقي ايکسائز ډيوټۍ په برخو کې خپل هدفونه نه دي پوره کړي، چې پکې د انکم ټیکس د هدف 15 اربه روپۍ کم دی.

د انکم ټکس راټولول د تېر کال پرتله بيا هم 5.6 فیصده زيات شوې . ایف بي آر وايي روان کال د انکم ټیکس دغه کموالی تر ډېره حده د جون په مياشت کې د لویو ایډوانس پېسو ورکړو له امله رامنځته شوی، تر څو د تېر مالي کال بدل شوی هدف پوره کړل شي.

د سيلز ټکس ټول راټولونه 302 اربه روپۍ ته رسېدلي، چې د هدف نه 12 اربه زيات او د تېر کال پرتله 18 سلنه زياتوالی ښيي. د کسټم ډيوټۍ برخه کې هم ښه پرمختګ شوی، چې 106 اربه روپۍ راټولې شوې دي، او دا د ټاکلی شوی هدف نه 14 اربه زياتې دی.

سره له دې برياوو، لا هم يو شمېر ستونزې پاتې دي، په ځانګړي ډول د نویو اختیاراتو سره چې د ټیکس چارواکو ته ورکړل شوي، لکه د سيلز ټکس په دوکه کې شکمن کسان نيول او د نغدو لګښتونو د مالیی برخه ګرځول دی.

د دغو اختیاراتو پر وړاندې د کاروباري ټولنې لخوا سخت عکس‌العمل څرګند شوی، چې له امله يې حکومت يوه کميټه جوړه کړې ده تر څو شکايتونه واوري او مصالحاتي وړانديزونه وکړي.

لکه څنګه چې حکومت اقتصاد ته د خلاصون لاره برابروي او د درآمدي ټیکسونو کچه راکموي، هيله ده چې واردات(برآمدات) زيات شي، چې دا به د ټیکسونو په راټولو هم اغېز ولري.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے