خېبرپښتونخوا صوبه کې د پوليو د دوه نورو پېښو رپورټ کېدو سره صوبه کې سږ کال د پوليو د ټولو پېښو شمېره 15 ته ورسېده.
پښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام نن په 26م اګست مطبوعاتو سره شريک کړي خبر کې ويلي، اسلام اباد کې نېشنل انسټيټيوټ اف هيلت اسلام اباد کې جوړې ليبارټرۍ پښتونخوا کې د دوه پېښو تصديق کړی دی.
خبر کې ويل شوي، د صوبې د جنوبي ضلعې ټانک په يونين کونسل مولازۍ کې د 16 میاشتو يوه ماشومه او د شمالي وزيرستان په ميرانشا کې د دوو کالو په بله ماشومه کې د پولیو وايرس تصديق شوی دی.
د تازه دوه پېښو سره پښتونخوا صوبه کې د پوليو شمېره 15 ته ورسېده، دې پېښو کې درې، درې په بنو، لکي مروت، ټانک او شمالي وزيرستان کې او يوه يوه په تورغر، ډېره اسماعيل خان، کوهستان او کوز دير کې رپورټ شوي دي.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو ټولې 23 پېښې رپورټ شوې، د پښتونخوا نه علاوه شپږ په سيند او دوه نورې په پنجاب او ګلګت بلتستان کې مخې ته راغلي دي.