ننګرهار کې نزدې 30 مټرک ټنه نشه‌يي توکي سوځول شوي

نصرالله طاھرزی

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ويلي، دا نشه‌يي توکي په تېرو څلورو کالو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ترلاسه شوي چې په تور یې څه باندې 2500 کسان هم نیول شوي دي.

په همدې حال د ننګرهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د نشه‌يي توکو د قاچاقبرو او کاروباریانو پر وړاندې دې کلک ګامونه پورته کړل شي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، نشه یي توکي د طالبانو له رسېدو وروسته په مرکز جلال‌اباد ښار او بېلا بيلو سيمو کې راټول کړل شوي دي.

د نشه يي توکيو په اړه وړاندې کړل شوي تفصیل کې ویل شوی، په دغو نشه‌يي توکو کې ترياک، هيرویين، چرس، شراب، ټابلیټ کا، زیکب ګولۍ، تېزاب، جامد مواد او شیشه شامل دي. او په تور یې 2586 کسان هم نیول شوي دی.

د ننګرهار اوسېدونکي د نشه‌يي توکو د قاچاقبرو، پلورونکو او کاروباریانو پر ضد د هڅو ګړندۍ کولو غوښتنه کوي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے