سي بي اين رپورټ
د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور ښار چېمبر اف کامرس ویلي، افغانستان سره د تجارت د بنديز له امله پاکستان ته د مياشتې په سر د درې ميلينه ډالرو تاوان اوړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تېر کال د اکتوبر د مياشتې راهسې د تګ راتګ او تجارت په وړاندې ټولې لارې تړلې پرتې دي. د دواړو هيوادونو ترمنځ په پوله د نښتو او تاو تريخوالي له امله لارې تړل شوي او د څو ځله رابطو او خبرو يا مذاکراتو باوجود هم لارې تړلې پاتې دي.
د لاهور چېمبر اف کامرس/سوداګرۍ د خونې مشر فهيم الرحمان ويلي، پاکستان چې د افغانستان، ايران او هند سره پولې لري، په ايران د بنديزونو له امله د دغه هيواد سره تجارت نه شي کېدی، افغانستان يواځينې هيواد وو چې پاکستان ورسره تجارت کولی شو.
اېنډېپنډنټ اردو خبري ادارې سره مرکه کې نوموړي ویلي، افغانستان سره د پاکستان تجارت نزدې دوه يا دوه اعشاريه پينځه اربه ډالره وو، او افغانستان په هغو هيوادونو کې شامل دی چرته چې پاکستاني توکي زيات لېږل کیږي، او د هلته نه کم توکي راغوښتل کيږي.
نوموړي ويلي، د افغانستان نه پاکستان ته سبزيانې، وچې مېوې او سکاره راغوښتل کېده، د خو د پاکستان نه هلته ډېر څيزونه لېږل کيږي، لکه دوايانې، ټکسټايل او کارپټ او نور ډېر توکي، او بله دا چې افغانستان د پاکستان د منځنۍ اسيا لاره ده، ځکه د افغانستان سره پوله ډېره مهمه ده.
د نوموړي په خبره، د لارو يا پولې د بنديز له امله يو خو د پاکستان د افغانستان سره نېغ په نېغه تجارت اغېزمن شوی او بل د منځنۍ اسيا سره تجارت یې هم اغېزمن کړی.
فهيم الرحمان ويلي، افغانستان او پاکستان دواړه زرعي ملکونه دي، ځکه د دواړو هيوادونو په دغه برخه کې ډېر تاوان کيږي او د میاشتې په سر پاکستان ته ۳۰۰ ميلينه ډالره تاوان اوړي.
هغه زياته کړې، سي پېک هم د دې دپاره جوړ کړل شوی چې پاکستان به مينځنۍ اسيا ته رسايي کوي، نو د لارو د بنديز له امله دواړو هيوادونو ته په غټه کچه تاوان اوړي.
هغه د تجارت جاري ساتلو په اړه د بېلګې په توګه ويلي، د تايوان او چين ترمنځ جګړه ده، نېغ په نېغه الوتکې هم نه لري خو د دواړو ترمنځ تجارت روان دی.