کوټه: ځانمرګي بريد کې د امنيتي عسکرو په ګډون لس تنه وژل شوي، ۳۲ ژوبل

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د ملېشه (اېف سي) ځواک د مرکز سره نزدې چاودنه کې د امنيتي عسکرو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د سصحت وزير بخت محمد کاکړ د چاودنې او پېښه کې د وژنو شمېره تاييد کړې ده.

د رپورټونو ترمخه چاودنه د ګڼې ګوڼې په علاقه کې شوې ده.

د پېښې وروسته په روغتونونو کې بېړني حالت په ځای کړل شوي دي.

د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي د چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سمدستي غبرګون ویلي او څلور ترهګر یې وژلي دی.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه صدر اصف علي زرداري په کوټه فتنه الخوارج د ځانمرګي برید غندنه کړې ده. د پاکستان حکومت لاقانونه ګرّځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے