خېبرپښتونخوا: په اتو مياشتو کې 166 امنيتي عسکر، 159 ملکي وګړي او 92 پوليس وژل شوي

سي بي اين

خېبرپښتونخوا کې د روان کال 2025 په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ 766 پېښې رپورټ شوي دي، يادې شمېرې خېبرپښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې (سي ټي ډي) خپرې کړي دي.

د سي ټي ډي د شمېرو ترمخه د روان کال د لومړۍ نېټې څخه تر څلورم ستمبر پورې 293 تورن وسله وال هم وژل شوي دي.

د وسله والو نه وروسته د وژنو زياته شمېره د امنيتي عسکرو یاده کړل شوې چې په اتو میاشتو کې 166  امنیتي عسکر وژل شوي او 353 ژوبل شوي دي.

سي ټي ډي ویلي، په ياده موده کې د ناامنۍ په پېښو کې 159 ملکي وګړي وژل شوي او 410 ژوبل شوي دي او هم په دغو پېښو کې 92 پوليس وژل شوي او 162  ژوبل شوي دي.

ويل شوي په نومول شوو تورنو 2454 کسانو کې 878 نيول شوي هم دي.

د سي ټي ډي د شمېرو ترمخه، د ناامنۍ په پېښو کې د امنيتي عسکرو او پوليسو زياتې وژنې په باجوړ، بنو، ډېره اسماعيل خان، هنګو، خېبر، کورمه، شمالي وزيرستان، اورکزو او نوښار کې شوي او ملکي وګړو ته هم زیاته مرګ ژوبله په يادو سيمو کې اوښتې ده.

د سي ټي ډي په رپورټ کې د ناامنۍ سره مخ زياتې علاقې هغه يادې کړل شوي چې د افغانستان سره په پوله پرتې او د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې دي.

خېبرپښتونخوا صوبه او په ځانګړي ډول د صوبې جنوبي او قبايلي ضلعې د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ دي، په يادو سيمو کې وخت په وخت امنیتي ځواکونو د وسله والو ضد عمليات کړي او اوس هم دوام لري، خو بيا هم په يادو سيمو کې د ناامنۍ پېښې دوام لري.

د پاکستان مرکزي او خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت، پوځ او پولیس وايي، د ترهګرۍ او ناامنۍ خاتمه به کولی شي او د ترهګرو ضد عمليات به تر هغې روان وي څو پورې چې وروستی ترهګر ختم کړل شوی نه وي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے