سوات: وسله والو سره نښته کې دوه امنيتي عسکر وژل شوي

سي بي اېن

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه امنيتي عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. امنیتي سرچينې په نښته کې د وسله والو وژلو دعوه هم کوي.

د پاکستان پوځ تراوسه (څلورم ستمبر ماسپښين) پورې د يادې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

سرچينې وايي، د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ پرون يوه نښته د مټې په يوه غرييزه سيمه کې شوې او بيا بله نښته د شپې په وخت شوې ده.

ويل شوي، د پوځ او بل د اېف سي عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

لاقانونه ګرځول تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

دوه ورځې وړاندې (په دويم ستمبر) د پاکستان پوځ ويلي وو، د پښتونخوا صوبې په بنو ضلعه کې وسله والو د اېف سي په مرکز ځانمرګی بريد کړی وو.

پوځ په بريد او وسله والو سره نښته کې د شپږو اېف سي او پوځي عسکرو د وژلو تاييد کړی وو.

پوځ ويلي، بريد کې ودانۍ زیانمنه شوې او درې ملکي وګړي پکې ژوبل شوي او د امنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې پينځه بریدګر وژل شوي وو.

پاکستان کې تېر د اګست په مياشت کې د وسله‌والو بریدونو په کچه کې د اندېښنې وړ زياتوالی شوی دی، د نور کله په څېر تېره میاشت هم خېبرپښتونخوا صوبه کې وسله وال بریدونه او مرګ ژوبلې تر ټولو زياتې شوي دي، په دغه صوبه کې ټول 106 وسله وال بريدونه شوي  او 130 کسان پکې وژل شوي دي.

پاکستان کې د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ (پيکس) د رپورټ ترمخه، د جولای د میاشتې په مقابله کې په اګست کې وسله وال بريدونه 74 فيصده سېوا شوي دي. په رپورټ کې ویل شوي، د اګست په میاشت کې 143 وسله وال بريدونه شوي او په دغې حساب د اګست میاشت په تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړۍ مياشت وه، تېره میاشت شوي وسله وال بريدونه د 2014م کال د فرورۍ نه پس تر ټولو زيات بریدونه ریکارډ شوي دي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے