سي بي اين
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې کرک په بانډه داودشا کې د وسله والو په برید کې درې پوليس اهلکار وژل شوي دي.
د کرک پوليسو د خبر پاڼې ترمخه، بريد کې اېس اېچ او عمر نواز خان، کانسټېبل الطاف او کانسټېبل امتیاز وژل شوي دي.
ویل شوي، پېښه تېره شپه په داسې وخت کې شوې چې د بانډه پوليس اېس اېچ او عمر نواز خان د نفرۍ سره په ګشت موجود وو، د ډکېټۍ خبر ورته ترلاسه شوی او چې څنګه موقعې ته رسېدلی، ملزمانو پرې ناتاره ډزې پيل کړي، چې په نتيجه کې یې اېس اېچ او دوه پوليسو وژل شوي دي.
ویل شوي، د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پيل کړل شوي دي، او د ملزمانو د نيولو دپاره عملیات روان دي.
د کرک پوليسو مشر ډي پي او شهباز الهي ويلي د وژل شوو پوليس اهلکارو د وينې د قطرې قطرې حساب به اخلي، قاتلان به د قانون منګولو ته راولي.