کوټه: ځانمرګي بريد کې د امنيتي عسکرو په ګډون لس تنه وژل شوي، ۳۲ ژوبل

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د ملېشه (اېف سي) ځواک د مرکز سره نزدې چاودنه کې د امنيتي عسکرو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان صوبې د سصحت وزير بخت محمد کاکړ د چاودنې او پېښه کې د وژنو…

مزید پڑھیں

ډېره اسماعيل خان: ټرېفکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

نن د جمعې په ورځ (۲۶ستمبر) د ډېره اسماعيل خان په درازنده داناسر سیمه کې يوه ټرېفکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي، د ژغورنې ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ له معلوماتو له مخې یوه مزدا ګاډی چې پکې د یوې کورنۍ غړي سپاره وو، د بلوچستان له خانوزۍ څخه ډېره اسماعیل خان…

مزید پڑھیں

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منير د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي، شهباز شريف ډونلډ ټرمپ د امن علمبردار په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د هغه په برکت د پاکستان او هندوستان ترمنځ اوربند ممکن شوی دی، د هغه په مشرۍ به…

مزید پڑھیں

اقبال اپریدی: تيراه کې د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۳ کسان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې خېبر نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپريدي دعوه کړې، چې د خېبر ضلعې په تيراه اکاخېلو کې د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۳ بې ګناه ماشومان او مشران شهيدان شوي دي. نوموړي نن په ۲۲م سمتبر په خپله فېس بک پاڼه يو ويډیو بیان کې دغه دعوه کړې…

مزید پڑھیں

د طالبانو حکومت وايي، امريکا دې «د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله کړي»

سي بي اين په افغانستان کې واکمنه طالبانو، د امریکې د صدر ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بيا اخستو، بيان ته په غبرګون کې ويلي، په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت [د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه…

مزید پڑھیں

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د بګرام هوايي اډې د نيولو ګواښ کړی

سي بي اين د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د بګرام د هوايي اډې د نیولو په خبره ټينګار کړی دی. نوموړي بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل يو بیان کې ګواښ کړی او ليکلي یې دي، که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه چا ته چې جوړه کړې یې ده، (یعنې…

مزید پڑھیں

پښتونخوا کې د ژغورنې عملياتو کې د رېسکيو۱۱۲۲ دوه کارمندانو ژوند د لاسه ورکړی

خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) ترمخه، دوه کار کوونکو یې د ژغورنې عملياتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی. ادارې ويلي، د کوهاټ ضلعې د دره ادم خېل بازي خېلو څخه ورته د سکرو په کان کې د يو تن د نښتو خبر ترلاسه شوی او بيا یې سمدست کارمندان موقعې ته رسېدلي،…

مزید پڑھیں

بلوچستان: دوه چاودنو کې د دوو امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه اته تنه وژل شوي

سي بي اين د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرحدي ښارګوټي چمن کې تېره نيمه شپه يوه چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. د چمن چارواکو ويلي، پېښه د پولې سره نزدې د ټېکسي په اډه کې شوې ده. چارواکو ويلي، پېښه کې ځايي خلک په…

مزید پڑھیں

په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت په ځینو ولایتونو کې په فایبر انټرنېټ بنديز لګولی، دغه اقدام ته غبرګون ويل شوی

:سي بي اين په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت ويلي، د مشر د حکم له مخې د حکم لمخې یې [په کندوز زون (کندوز، بغلان، تخار او بدخشان) ولایتونو کې پر فایبر نوري کېبل مطلق بندیز لګولی، او د دې وروسته د همدغه کېبل له لاري انټرنیټ نسته او ټول قطع شوي دي]. د…

مزید پڑھیں

کونړ: زلزله ځپلو ماشومانو ته په دوستانه محلونو کې نوې هیلې راژوندۍ شوې

نصرت الله طاهرزیکونړ – دوه اوونۍ وړاندې شوې زلزلې چې په کې ۲۲۰۵ کسان مړه، ۳۶۴۰ ټپیان او زرګونه کورونه ویجاړ شول، اوس یې له اغېزو بچي ماشومان په دوستانه محلونو کې پر زدکړو او لوبو بوخت دي. د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې په خاص کونړ، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې…

مزید پڑھیں