سي بي اين
د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د بګرام د هوايي اډې د نیولو په خبره ټينګار کړی دی. نوموړي بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل يو بیان کې ګواښ کړی او ليکلي یې دي، که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه چا ته چې جوړه کړې یې ده، (یعنې امریکا ته یې ونه سپاري) نو بده به ورپېښه شي.
ټرمپ ویلي، امریکا هڅه کوي بګرام بیرته ونیسي ځکه د ده په وینا طالبان له امریکا څخه ځینو شیانو ته اړتيا لري.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو چارواکو د امریکا دا غوښتنه رد کړې ده خو د امریکې سره د اړیکو ښه کولو په اړه خبرو ته یې چمتووالی ښکاره کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، افغانستان او امریکا له یوبل سره تعامل ته اړتیا لري او کولی شي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پربنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکي ولري خو په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور پرته.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو له دې وړاندې هم دا غوښتنه رد کړې وه.
ښاغلي ټرمپ له دې مخکې هم ویلي وو چې هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او دلیل یې ښودلی وو، چې دا اډه د چین د ايټمۍ وسلو تاسیساتو ته نژدې ده.
ټرمپ ويلي، د بګرام هوايي اډه له هغه ځایه چې چین پکې ايټمي وسلې جوړوي، یوازې د يو ساعت يا يوې ګهنټې په فاصله ده.
نوموړي په وروستيو کې بیابیا امریکا ته د بګرام د هوايي اډې د سپارلو په اړه څرګندونې کړي او د ستمبر په ۱۸مه یې یې په لندن کې د برتانیې د وزيراعظم کېر سټارمر سره د ليدو په وخت هم په دغه خبره ټينګار کړی وو.
پرون په ۲۰م ستمبر د افغانستان دپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره له بګرام اډې ګټه اخیستنه، له طالبانو سره د دوی د راتلونکو ممکنه خبرو برخه ده.
خلیلزاد په وروستیو کې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرو دپاره د کابل سفر کړی وو، هغه په اېکس پوسټ کې ویلي، که چرته د زندانیانو او برمته شویو کسانو په مسله کې جوړجاړی کیږي، امکان لري چې د خبرو دا لړۍ دوام وموي.
هغه ويلي، ” د وخت په تیرېدو، د زیاتې امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره زه د بګرام اډې د کارونې مسله نه ردوم.”
د بګرام هوايي اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای په میاشت کې د افغانستان د هغه مهال (د اشرف غني) حکومت ته سپارل شوې وه.
د بګرام هوايي اډه د کابل څخه شمال ته په ۴۰ کلوميټره کې پرته، دا اډه په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې، خو بيا په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي پوځ په پراخ ډول کارولې وه.