د طالبانو حکومت وايي، امريکا دې «د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله کړي»

سي بي اين

په افغانستان کې واکمنه طالبانو، د امریکې د صدر ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بيا اخستو، بيان ته په غبرګون کې ويلي، په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت [د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي].

د طالبانو حکومت دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د بګرام د هوايي اډې د نیولو په خبره ټينګار کړی دی. نوموړي بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل يو بیان کې ګواښ کړی او ليکلي یې دي، که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه چا ته چې جوړه کړې یې ده، (یعنې امریکا ته یې ونه سپاري) نو بده به ورپېښه شي.

ټرمپ ویلي، امریکا هڅه کوي بګرام بیرته ونیسي ځکه د ده په وینا طالبان له امریکا څخه ځینو شیانو ته اړتيا لري.

د طالبانو د موقتي حکومت مرستيال وياند، حمدالله فطرت په اېکس پوسټ کې ليکلي،[ امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري].

په ياده بيان کې زیاته کړل شوې، [ د یادولو ده چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي»، نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنوته پابنده واوسيږي].

افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، [په دې اساس یوځل بیا یادونه کیږي چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي].

ښاغلي ټرمپ له دې مخکې هم ویلي وو چې هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او دلیل یې ښودلی وو، چې دا اډه د چین د ايټمۍ وسلو تاسیساتو ته نژدې ده.

ټرمپ ويلي، د بګرام هوايي اډه له هغه ځایه چې چین پکې ايټمي وسلې جوړوي، یوازې د يو ساعت يا يوې ګهنټې په فاصله ده.

نوموړي په وروستيو کې بیابیا امریکا ته د بګرام د هوايي اډې د سپارلو په اړه څرګندونې کړي او د ستمبر په ۱۸مه یې یې په لندن کې د برتانیې د وزيراعظم کېر سټارمر سره د ليدو په وخت هم په دغه خبره ټينګار کړی وو.

پرون په ۲۰م ستمبر د افغانستان دپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره له بګرام اډې ګټه اخیستنه، له طالبانو سره د دوی د راتلونکو ممکنه خبرو برخه ده.

خلیلزاد په وروستیو کې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرو دپاره د کابل سفر کړی وو، هغه په اېکس پوسټ کې ویلي، که چرته د زندانیانو او برمته شویو کسانو په مسله کې جوړجاړی کیږي، امکان لري چې د خبرو دا لړۍ دوام وموي.

هغه ويلي، ” د وخت په تیرېدو، د زیاتې امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره زه د بګرام اډې د کارونې مسله نه ردوم.”

د بګرام هوايي اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای په میاشت کې د افغانستان د هغه مهال (د اشرف غني) حکومت ته سپارل شوې وه.

د بګرام هوايي اډه د کابل څخه شمال ته په ۴۰ کلوميټره کې پرته، دا اډه په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې، خو بيا په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي پوځ په پراخ ډول کارولې وه.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے