د پخوانیو قبایلي سیمو پر تولیدېدونکو توکو ۱۸ سلنه سیلز ټېکس لګول کېږي

#FATAPATA #SalesTax2025

د وفاقي حکومت له لوري د مالي کال ۲۰۲۵-۲۶ لپاره په جوړېدونکي بودیجه کې پریکړه شوې چې په پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا/پاټا) کې د تولیدېدونکو توکو پر وړاندې به ۱۸ سلنه سیلز ټېکس لګول کېږي، چې هدف یې د عایداتو زیاتوالی او د ټېکس نظام پراخوالی دی.

سرچینې وایي، د سیلز ټېکس معافیت ختمولو له امله تمه ده چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال پر مهال له دې برخې څخه له ۴۵ اربه روپیو څخه زیات مالیا ترلاسه شي. که چیرې د دې سیمو لپاره د عایداتي ټېکس مراعات هم ختم کړل شي، نو د عوایدو اغېز به لا زیات وي.

ټيکسونو مرکزی اداری (FBR) چارواکي وایي چې د محکمې د حکمونو او قانوني موادو په رڼا کې اړینې قانوني بدلونونه چمتو کوي، ترڅو یاد ټېکس عملي شي.

یادونې وړ ده چې د مالیې قانون ۲۰۲۴ له مخې، پخوانیو فاټا/پاټا سیمو ته د مالونو د وارداتو، اکمالاتو او برېښنا خدماتو پر وړاندې سیلز ټېکس معافیت تر ۳۰ جون ۲۰۲۵ پورې تمدید شوی و. خو د وارداتو پر مهال به دا معافیت یوازې هغه مهال ورکول کېږي، چې د پخواني چک پر ځای د پیسو رسمي آرډر وړاندې شي، او دا به د اړوند کمیشنر له لوري د استفادې یا نصب سند تر سپارلو (د شپږو میاشتو دننه) وروسته بېرته اجرا کېږي.

تمه کېږي چې دا ګام به نه یوازې د مالیاتي نظم پراختیا ته لاره هواره کړي، بلکې د پخوانیو قبایلي سیمو اقتصادي یووالي او د ټول هېواد د مالیاتي سیسټم سره د دغو سیمو همغږي هم یقیني کړي.
تیرکال هم په قامی بجټ یا بودیجه کی د سمو سیمو په رنګه قبایلی ضلعو او صوبایی حکومت د انتظام لاندی پاټا کی د مالياتي نظام د غځولو په ضد احتجاجونه شوی وو او بیا مرکزی حکومت دغه ټيکسونه د یو کال دپاره ځنډولی وو

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے