په خیبرپښتونخوا کې د سختو بادونو او باران له امله 4تنه مړه شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي

پېښور ( ریاض حسین):

د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د طوفاني بادونو او شدید باران له امله رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه 4 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 10 تنه نور ټپیان شوي

د ریسکیو 1122 د رپورټ مطابق په مومندو او مردان ضلعو څخه د زیات نقصان راپورونه ترلاسه شوي دي، چې پکې ښځې او ماشومان هم مړه شوی.

د ژغورنی اداری 1122 په رپورټ کی ویل شوی د مومندو ضلعې د صافي تحصیل په خانقاه سیمه کې پر یوه ماربل کان اسماني بریښنا ولګېده، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او یو تن نور ټپي شو.
ټپي کس د نواګۍ تحصیل روغتون ته انتقال شو، پداسې حال کې چې مړي د قانوني کاروایۍ وروسته خپلو خپلوانو ته وسپارل شول.

د وژل شوو کسانو پېژندګلوي د خیبر اوسېدونکي مینا ګل او محمد رفیق په نوم شوې، او ټپي کس د باجوړ اوسېدونکی جمیل خان بلل شوی دی.

په مردان کې د تخت‌بهایی په اسلام‌آباد کلی کې د کور چت د راپرېوتو له امله یوه مور او لور ژوند له لاسه ورکړی. دواړه مړي د مقامي ټرانسپورټ له لارې تحصیل روغتون ته انتقال شول.

په همدې کلي کې په یوه بله پېښه کې د باران پر مهال د دیوال پرېوتو له امله یوه نجلۍ سخته ټپي شوه، چې ریسکیو 1122 روغتیايي ټيم لومړنۍ طبي مرسته ورکړه او روغتون ته یې ورسوله.

په کاټلنګ قاسمي سیمه کې هم د دیوال د راپرېوتو له امله 60 کلنه ښځه "حسین بادشاه” ټپي شوې، او هسپتال ته وړلی شوی

د مردان ضلعي د اخون بابا په سیمه کې دوه ماشومان د دیوال پرېوتو له امله ژوبل شوي، او د بخشالي چمډهیري سړک باندې د دیوال پرېوتو له امله 15 کلن عبدالسلام هم سخت ژوبل شوی. دوی ټولو ته ریسکیو ټيم لومړنۍ طبي مرستې ورکړي او MMC روغتون ته انتقال شوي.

په منګاه سیمه کې د بل دیوال د پرېوتو له امله درې تنه نور ژوبل شوي دي.

د مردان ضلعي جبل مدرسې ته نږدې د دروازې پرېوتو له امله ۳۸ کلنه بخت منیر نومې ښځه ټپي شوې، چې روغتیايي ټيم ورته ابتدایي طبي مرسته ورکړی

په رستم تحصیل کې هم یوه 40 کلنه ښځه د دیوال پرېوتو له امله ټپي شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په سوات کی هم د سختی ګلئ او باران له وجی ولاړ فصلونو ته زیان اړیدلی دی

په مردان کې د رستم پلو ډھیري، بخشالي، دوبئی اډه او نورو سیمو کې د ونو لوېدو له امله سړکونه بند شوي دي. د ریسکیو سرچینو له مخې، د آفتونو د مدیریت ټیمونه او ځایي خلک د سړکونو د خلاصولو لپاره کار کوي.

د پاکستان په نورو برخو اسلام‌اباد، راولپنډۍ او نور سیمې هم د طوفانی باران او سېلئ له وجی مشکلات زیات شوی او په چتونو د سولر شیشو ته هم نقصان رسیدلی او په ټول هیواد او په خصوصی توګه خیبر پښتونخوا په لری پرتو سیمو کی د بجلۍ نظام هم اغیزمن شوی

په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ملکی موسمیاتو اداری په د راتلونکی ورځې لپاره هم د تیز بادونو سره د باران امکان څرګند کړی
هزاره ډویژن په مانسهره ضلع او شاوخوا سیمو کې هم د پرله پسی باران ویلی شوی دی

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے