خبره: ریاض حسین
یوشمېر بانکونه، چې غیر رسمي ډول ورته “صادراتي بانکونه” ویل کېږي، د صادراتو ډېره برخه ترلاسه کوي، او همدا یو څو ادارې دي چې د ډالر برابرولو وس لري. خو سره له دې، د ډالر کمښت دوام لري، او له همدې امله د ډالر اصلي ارزښت د رسمي نرخ څخه لوړ شوی دی.
د ایکسچېنج اسوسیېشن په وینا، واردوونکي له انټر بینک نرخ څخه ۲ تر ۳ روپۍ زیات ورکوي، او ځینې کسان د ۲۸۵ روپیو په بدل کې ډالر اخلي، حال دا چې د چهارشنبې په ورځ د اسټیټ بانک رسمي نرخ شاوخوا ۲۸۲ روپۍ و.
د اوپن مارکیټ استازی ظفر پراچه وايي چې د ډار یا اندېښنې کوم حالت نشته، او زیاتوي چې د حج موسم له امله د ډالر غوښتنه لوړه شوې، خو د اوپن مارکیټ څخه ډالر اخیستل اسانه نه دي، ځکه چې اخیستونکي باید اسناد وسپاري او پلټنو ته ځواب ووایي. د یو کس لپاره دا ممکنه ده چې تر ۵۰۰ ډالرو پورې واخلي، خو که څوک له ۱۰۰۰ ډالرو زیات واخلي، د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) پام رااړوی کاربار کونکې وایې چې تېرې اوونۍ کې د روپۍ ارزښت ثابت پاتې شوی، ځکه چې د بهرنیو پیسو پرېکړو فشار کم شوی و. سره له دې چې د روپۍ د ناڅاپي سقوط اوازې دي، خو کومه خکاره وجه یې نه لیدل کېږي.
د هغوې له خلې چې روپۍ په تدریجي توګه د ډالر په مقابل کې کمزورې کېږي، او دا مهال پخپله ډالر هم نړیواله کچه کمزوری شوی، ځکه چې د ډالر انډېکس شاوخوا ۹ سلنه راټیټ شوی، چې د ډالر ارزښت د نورو نړیوالو کرنسيو په پرتله ارزوي.
یو شمېر کرنسي ډیلران دا باور لري چې د روپۍ تدریجي کمښت یوه واقعي او هوښیارانه ستراتیژي ده، څو د بهرنیو پیسو تادیاتو ته نظم ورکړل شي. دوی وایي، که چیرې روپۍ ناڅاپي ارزښت له لاسه ورکړي، نو صادرونکي به خپله عواید د غوره نرخ لپاره وځنډوي.
یو لوړ پوړی بانکدار منظور علي وایي، صادرونکي اوس هم خپل عواید معمول سره سم پلوري، خو که د نرخونو توپیر زیات شي، نو ښايي خپلې معاملې وځنډوي.
دا هم وویل کیږی چې د ترسیلات زر د زیاتوالي له امله د کرنسۍ نرخونه ثابت پاتې دي، چې دا د اقتصاد لپاره یو ښه نښه ده. تمه ده چې پاکستان به په مالي کال ۲۰۲۵ کې ۳۸ میلیارد ډالر ترسیلات ترلاسه کړي، او د ۲۰۲۶ کال هدف ۳۹ میلیارد ډالر ټاکل شوی.
سره له دې چې په روان مالي کال کې د ډالر واردات زیات شوي، واردوونکي لا هم له بهرنۍ کرنسۍ ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي، او د ډالر بیه له رسمي نرخ څخه لوړه شوې ده.
د ځايي رسنیو په وینا، بانکوال وايي چې دا مهال یوازې ۲۰ تر ۳۰ سلنه واردوونکو ته د وارداتو د تادیاتو لپاره د ډالر اخیستو اجازه ورکول کېږي، که څه هم د پاکستان مرکزي بانک وایي چې پر وارداتو کوم رسمي بندیز نشته.
د مې میاشتې لپاره خپاره شوي رسمي تجارتي شمېرې ښيي چې واردات د تېرو میاشتو په پرتله ۸ سلنه کم شوي، او تجارتي خساره ۲۳ سلنه راټیټ شوی.
په انټر بینک بازار کې کرنسي ډیلران وایي، بانکونو ته ویل شوي چې د وارداتو لپاره ډالر برابر کړي، خو دا یوه سخته او ننګونکې چاره ده، او ځینې بانکونه له سختو شرایطو سره مخامخ دي.