د خلیج د جنګ وروسته په پاکستان کې هم د پیټرولو نرخونه لوړ شوی ، خو د ایل‌پی‌جی بیه راټیټه شوه

رپورٹ (CBN247)

په خلیج کې د اسرائیل او ایران ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله په نړیواله کچه د خام تېلو بیې لوړې شوې، چې اغېز یې پاکستان ته هم رسیدلی. وفاقی حکومت د راتلونکو پنځلسو ورځو لپاره د پیټرولو او ډیزلو بیې بالترتیب 8 روپۍ 36 پیسی او 10 روپۍ 39 پیسی فی لیټر زیاتې کړې دي.

د ماليې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې آئل او ګیس ریګولیټري اتھارټي (اوګرا) د نړیوالو بیو د تغیر له مخې د پیټرولیم توکو نرخونو ته بیاکتنه کړی ده

د های سپیډ ډیزل (HSD) قیمت 10.39روپۍ په زیاتوالي سره 272.98 روپۍ فی لیټر ته لوړ شوی، چې وړاندې 262.59 روپۍلیټر وو.
پوهان وایی په پاکستان کې د ترانسپورټ ډېره برخه، وسایلو لکه ټراکټورونو، ټیوب‌وېلونو او پبلک ټرانسپورټ هم په ډیزل چلېږي، چې له امله یې د خوراکي توکو او نورو ورځنیو شیانو بیې د لا زیاتوالي له خطر سره مخ دي.

پیټرول هم 8.36 روپۍ زیاتوالي سره اوس 266.79 روپۍ فی لیټر ته رسېدلی، پداسې حال کې چې پخوانۍ بیه 258.43 روپۍ وه. د پیټرولو بیې زیاتوالی به د منځني او بیوزله خلکو ژوند اغېزمن کړی ځکه دا خلک زیاتره موټرسایکلونه، رېکشې او واړه موټرونه کاروي.

مالیا :

په دا مهال کې حکومت پر پیټرول او ډیزل دواړو شاوخوا ۱۰۰ روپۍ فی لیټر مالیات اخلي. پدې کې ۲.۵ روپۍ "کلایمیټ سپورټ لیوي” شامله ده، چې د جولای له لومړۍ نېټې نافذه شوې ده. سره له دې چې جی‌اېس‌ټي (GST) صفر ده، حکومت لا هم د پیټرولیم ډیولپمنټ لیوي (PDL) په نوم 78 روپۍ فی لیټر مالیه اخلي.

پیټرول او ډیزل ۱۹ روپۍ فی لیټر کسټمز ډیوټي هم وضعه ده. همداراز، ۱۷ روپۍ فی لیټر د ګټې مارجن د تېلو شرکتونو او د دوی ډیلرانو ته ورکول کېږي.

د ولس غبرګون

د خلکو په وینا، د پیټرولیمو توکو په بیو کې دا زیاتوالی به د عامو خلکو پر ورځني ژوند سخت اغېز وکړي، ځکه د خوراکي توکو، ترانسپورټ، او خدمتونو بیې به لا لوړې شي او د ژوند کولو لګښت به نور هم زیات شي.

د ایل‌پی‌جی بیه راکمه شوې

له بله پلوه، اوګرا د جولای ۲۰۲۵ لپاره د لیکویفایډ پیټرولیم ګیس (ایل‌پی‌جی) فی کیلو بیه کې ۷.۵۱ روپۍ یا نږدې ۳.۱ سلنه کمی اعلان کړی دی. د ۱۱.۸ کیلو ګرامه کورني سلنډر نوې بیه ۲۷۵۰.۶۰ روپۍ ټاکل شوې، چې وړاندې دا بیه ۲۸۳۸.۳۱ روپۍ وه.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے