رپورٹ (CBN247)
د فېډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) لخوا د 2024-25 مالي کال د جولای نه تر جون پورې د ټول مالیاتي محصولات مقدار 11 زره 722 اربه روپۍ و، چې د 11 زره 900 اربه روپو ترمیم شوي هدف په مقابل 178 اربه روپۍ کمی ښيي.
ایف بی آر د تیر مالی کال 2025 لپاره ټاکل شوی د 1667 اربه روپیو هدف هم پوره نه دی پورا کړی .
مرکزي حکومت د کال 2024-25 لپاره د ایف بی آر کلنی مالیاتي هدف له 12 زره 913 اربه روپۍ ټاکلی وو خو بیا وروستو دا هدف 12 زره 334 اربه ته راکمه کړې وه.
د راتلونکی مالی کال 2025-26 دپاره ایف بی آر ته د 14.131 ټریلیونه روپیو مالیاتي هدف ورکړل شوی .او دا هدف د نوي مالي کال له پیل سره سم، د جولای له لومړۍ نېټې يعنی نن نه نافذ شوی دی.
دا هدف د 2024-25 مالي کال د ترمیم شوي هدف (۱۱ زره ۹۰۰ اربه روپیو) پرتله شاوخوا 19 سلنه لوړ دی او د بجټ مجموعی حجم راکم کړی شوی