فضل عزيز بونيری/ سي بي اين رپورټ
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله د تګ راتګ د لارو تړل کېدو وروسته، ويل کيږي پاکستان د ترهګرۍ پېښې کمې شوي دي، خو په ټوله کې ۲۰۲۵م کال په تېره يوه لسيزه کې د ترهګرۍ او ناامنۍ له مخه د پاکستان دپاره تر ټولو خونړی کال وو.
پاکستان کې د امنیت او څېړنو د مرکز (CRSS) په نوم غېر دولتي ادارې د ۲۰۲۵م په اړه خپل کلني رپورټ کې ويلي، پاکستان د اکتوبر په ۱۱مه له افغانستان سره د پولې تر تړل کېدو وروسته، د پولې پورې غاړې ترهګریزو بریدونو او له تاوتریخوالي سره تړلو مرګ ژوبلو کې د پام وړ کمی راغلی دی. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاو تريخوالي او پېښو کېدو پس د دواړو هيوادونو ترمنځ د اکتوبر د میاشتې راهسې په پوله د تګ راتګ ټولې لارې تړلې پرتې دي، يواځې د پاکستان لخوا افغان کډوال بيرته ستنيږي، نور د دواړو خواو هر ډول تګ راتګ په ټپه ولاړ دی.

يادې ادارې ويلي، تېر د دسمبر په میاشت کې ترهګریز بریدونه نزدې ۱۷ سلنه راکم شوي وو، په نومبر کې ۹ سلنه کموالی راغلی وو. خو د ادارې په رپورټ کې ويل شوي، سره له دې، د عمومي تاوتریخوالي کچه په ۲۰۲۵ کال کې نزدې ۳۴ سلنه لوړه شوه، چې دا کال یې د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړی کال ګرځولی دی.
د ادارې د رپورټ ترمخه، پاکستان له ۲۰۲۱ راهسې پرلهپسې پينځه کاله د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دی، چې دا لړۍ په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره هم مهاله ده، ويل شوي، نزدې ۳۸ سلنه په ۲۰۲۱ کې، له ۱۵ سلنې ډېر په ۲۰۲۲ کې، ۵۶ سلنه په ۲۰۲۳ کې، نزدې ۶۷ سلنه په ۲۰۲۴ کې، او ۳۴ سلنه په ۲۰۲۵ کې. د تاوتریخوالي د ۱،۲۷۲ پېښو (ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات) له امله، د ملکیانو، امنیتي ځواکونو او ناقانونه وسله والو ترمنځ ۳،۴۱۷ کسان ووژل شوي او ۲،۱۳۴ ټپیان شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، په ۲۰۲۴ کې د وژل شوو شمېره ۲،۵۵۵ وو، چې په ۲۰۲۵ کې ۳،۴۱۷ ته لوړه شوې، یعنې ۸۶۲ نور کسان ووژل شوي، چې دا نزدې ۳۴ سلنه کلنی زیاتوالی ښيې. او تر ټولو لوی زیاتوالی په خېبر پښتونخوا صوبه کې ليدل شوی، هلته د وژل شوو شمېر له ۱،۶۲۰ (۲۰۲۴) څخه ۲،۳۳۱ (۲۰۲۵) ته لوړ شوی او دا په ملکي کچه د ټول زیاتوالي له ۸۲ سلنې څخه ډېر جوړيږي.
په رپورټ کې زياته کړل شوې، بلوچستان کې هم د تاوتریخوالي کچه لوړه ريکارډ شوې ده، هلته د وژل شوو شمېر له ۷۸۷ څخه ۹۵۶ ته رسېدلی، او دا د تېر کال په پرتله نږدې ۲۲ سلنه زیاتوالی دی.
يادې ادارې ویلي، ۲۰۲۵ کال د ناقانونه وسله والو (Outlaws) لپاره هم د یوې لسیزې تر ټولو مرګونی کال وو.
ويل شوي، خېبر پښتونخوا تر ټولو سخته ځپل شوې سیمه وه، چې د ټولو تاوتریخوالي اړوند مرګ ژوبلو له ۶۸ سلنې څخه ډېر (۲،۳۳۱ کسان) او د تاوتریخوالي د پېښو شاوخوا ۶۳ سلنه (۷۹۵ پېښې) پکې ثبت شوې وې. ورپسې بلوچستان دی، چې ۲۸ سلنه (۹۵۶) وژل شوي او له ۳۰ سلنې زیاتې (۳۸۶) پېښې پکې ثبت شوې وې.
په پنجاب او سيند صوبه صوبه کې د تاوتریخوالي پېښې د تېر په څېر کمې رپورټ شوي دي، په پنجاب کې ۲۵ پېښې ثبت شوې چې ۴۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۴ ټپیان شوي، او په سيند صوبه کې ۵۱ پېښې شوې ۵۶ کسان پکې وژل شوي، او ۴۰ ټپیان شوي وو.
سي ار اېس اېس ويلي، په ۲۰۲۵ کې د لږ تر لږه ۳۹۲ امنیتي عملیاتو په نتيجه کې شاوخوا ۲،۰۶۰ ناقانونه وسله وال وژل شوي دي. په رپورټ کې ويل شوي، د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې معلومات ښيي چې ۲۰۲۵ د یوې لسیزې په موده کې د ناقانونه وسله والو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو، ځکه چې په ۲۰۱۵ کې ورته تر ټولو زياته مرګ ژوبله اوښتې ده، او د ۲۰۲۴ په پرتله یې مرګ ژوبله له ۱۲۰ سلنې څخه زیاته لوړه شوه. اکتوبر د هغوی لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه (۳۱۹ وژل شوي)، کله چې امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات سخت کړل، او ورپسې نومبر دویمه خونړۍ میاشت وه.
په رپورټ کې ويل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې د پوځ او فرنټیر کور (FC) ۳۷۴ کسان عسکر وژل شوي، چې پکې ۲۲ لوړپوړي افسران شامل وو. دغه رنګ ۳۰۲ پوليس اهلکار چې پکې افسران هم شامل وو، وژل شوي دي. ویل شوي، په امنيتي ځواکونو بريدونو کې تر ټولو زيات د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا منل شوي، ورپسې بلوچستان لبریشن آرمي (BLA)، بيا بلوچستان لبریشن فرنټ (BLF) او داعش هم منلي دي.
په ټوله کې، ۲۰۲۵ د یوې لسیزې په موده کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال ګرځېدلی، چې پکې د ترهګرۍ او ناامنۍ په پېښو کې ۳،۴۱۷ وژنې شوي دي، کوم چې د ۲۰۱۵ راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ګرځېدلې ده.