د کونړ نورګل کې 18 ساعته وروسته تنکۍ ماشومه څنګه بچ پاتې شوې او څه پرې تېر شوي؟

فضل عزيز بونيری

د افغانستان په کونړ او نورو سيمو کې شوې مرګونې زلزله کې نزدې درې کلنه تنکۍ ماشومه په داسې حال کې، چې مور او وروڼه یې ټول مړه شوي، دا په يوه کوټه کې ژونده پاتې شوې ده.

دا ماشومه د زلزلې کېدو نه 18 ساعته وروسته په داسې حال کې موندل شوې، چې په تنکي لاس کې یې د مړ ورور لاس نيولی وو، هلته موجود ټول خلک یې ژړولي، دردولي دي.

د يادې ماشومې ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده.

ماشومه په داسې حال کې ژغورل شوې چې چغې یې وهلې، [ما مې پلار له بوځئ]. پلار یې په کابل کې وو.

د تنکۍ ماشومې مور او وروڼه د نړېدلي کور د ملبې لاندې راغلي او مړه شوي دي.

د کونړ ولایت نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعد آباد ولسوالۍ زلزلې زياتې ځپلې او هلته ټول نزدې دغه ډول تباهي شوې ده.

په کونړ کې شوې مرګونې زلزلې حال مدني فعال نصيرالله شينواري په داسې غږ کې ويلی، چې کله د دغه ماشومې کيسه کوي غرېو یې ونيسي او غلی شي.

د افغانستان ختيځې سيمې کونړ، ننګرهار او لغمان سره خواوشا علاقې د (31م اګست او لومړي ستمبر) په مينځنۍ شپه کې زلزلې لړزولي، په سلګونو انسان یې وژلي او په زرګونو کورونه یې ويجاړ کړي دي.

کونړ یې تر ټولو زیات ځپلی دی.

په افغانستان کې د موقتي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په درېم ستمبر وويل، زلزله کې تراوسه پورې 1,457 کسان مړه شوي او د ژوبلو شمېره 3,394 ته رسېدلې ده، هغه ويلي، زلزلې 6,782 کورونه ويجاړ کړي دي.

د رپورټونو ترمخه، د زلزلې نه اغېزمنو لرې پرتو سيمو کې لا هم امدادي کارونه روان دي.

شينواری وایي، زلزلې چې څومره علاقې ځپلې هلته ټول دردېدونکي منظرونه تر سترګو کيږي.

د نوموړي په وينا، هغو لرې پرتو غرييزو ساحو ته ورغلی چرته چې زلزلې کورونه ويجاړ کړي او انسانانو د نړېدلو ديوالونو د ګټو او نورې ملبې لاندې ژوند د لاسه ورکړی دی.

وايي، داسې کورنۍ یې ليدلي چې پکې د درېو نه تر 21 پورې ماشومانو ژوند دلاسه ورکړی دی، د زلزلې په سبا له هم داسې ساحې يې ليدلي چې د ماشومانو ژړاګانې پکې اورېدل کېدې.

شينواری زياتوي، د مرستو او ژغورنې په برخه کې په سیمه کې تر ټولو غټه ستونزه د سړک دی، زلزله ځپلو سيمو ته تلونکې لارې د وړاندې نه ورانې وې او اوس د زلزلې له امله نورې د تلو جوګه نه دي پاتې، هغه په خپله يوې داسې ساحې ته تلو چې زلزلې ځپلې او پينځه ساعته لار ده ورته، خو خپله بند پاتې شوی او بيرته ګرځېدلی دی.

هغه وويل، سيمې ته خېريه بنسټونه او حکومتي مرستې روانې دي، خو ډېر په غټه کچه تاوان اوښتی، اغېزمن خلک به تر هغې مرستو ته اړتيا لري تر څو چې په خپلو پښو ودرېدلي نه وي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے