سي بي اين
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې کورمه کې په يو ګاډي نامالومه وسله والو بريد کړی، چارواکي وايي بريد کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د پوليسو په وينا د وسله وال بريد پېښه نن په درېم ستمبر د کوزې کورمې په عملکوټ علاقه کې شوې ده.
د کوهاټ ډويژن د پوليسو مشر عباس مجيد مروت مطبوعاتو سره خبرو کې د مسافرو په ګاډي بريد کې د شپږو کسانو وژنه تاييد کړې ده.
هغه ويلي، د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پيل کړل شوي او څو مشکوک کسان نيول شوي هم دي.
له دې وړاندې د کورمې د پوليسو مشر ملک حبيب خان ویلي وو، بريدګر د پېښې د ځای څخه تښتېدلې دي.
کورمه د کلونو راهسې د ناامنۍ سره مخ ده او د تېر کال راهسې په ياده سيمه کې وسله وال بريدونه سېوا شوي او دغه پېښې بيا د شيعه سني په فرقه ييزه بڼو بدل شوي دي.
تېر کال په دغه ډول پېښو کې لږ تر لږه 30 کسان وژل شوي وو.
په سیمه کې سني او شيعه مشران د دغه ډول پېښو غندنه کوي او وايي شرخوشي په سيمه کې د بريدونو د لارې فرقه ييزه نښتې جوړوي.
تېر کال د ناامنۍ او وژنو د لړۍ وروسته په سیمه کې د جنګ بندۍ او امن دپاره تړونونه هم شوي، خو په سيمه کې د ناامنۍ پېښې بيا هم دوام لري.