ریاض حسین :
د پاکستان د خزانې وزارت د راتلونکی ۱۵ ورځو دپاره د پټرول قیمت په ځایی ساتلی او د ډیزلو په بيعه کی یی ۳ روپۍ لیټر کمی راوستي دی
حکومت وايي چې دا بدلون د نړیوالو بازارونو د نرخونو له کبله شوی، چیرته چې اوس د پټرول فی بیرل قیمت شاوخوا ۶.۳۷ ډالر دی، او د ډیزل قیمت ۳.۲۰ ډالر ته راکم شوی دی.
د سیتمبر له لومړۍ نېټې څخه به پټرول په هغه پخواني نرخ ۲۶۴.۶۱ روپۍ فی لیټر خرڅېږي، ځکه چې حکومت پرېکړه کړې چې دا قیمت نه لوړوي او نه یې راکمولی شی
خو د دی تر څنګ نور تېل لکه ډیزل، خاورو تېل، او لایټ ډیزل بیا لږ ارزان شوي دي.
د حکومت د ماليې وزارت وايي دا بدلون د اوګرا (OGRA) او نورو وزارتونو د مشورو له مخې شوی دی، او مقصد یې دا دی چې خلکو ته لږه اساني ورکړل شي، خصوصاً هغو کسانو ته چې له دې تېلو سره ورځنی ژوند تېروي.
د تېلو نوي نرخونه څه په دی ډول دی
پټرول: ۲۶۴.۶۱ روپۍ فی لیټر، ډیزل (HSD): ۲۶۹.۹۹ روپۍ فی لیټر ۳ روپۍ کمی او خاورو تېل: ۱۷۶.۸۱ روپۍ فی لیټر او
لایټ ډیزل ۱۵۹.۷۶ روپۍ فی لیټر ته راکوز کړی شوی
مرکزی حکومت همدارنګه دا هم ویلي چې د "انټر فریټ ایکوالایزیشن مارجن (IFEM)” هغه اضافي نرخونه چې د تيلو د لېږد لګښت پوره کوي، هم په ځایی پاتی شوي.
حکومت دا وخت په پټرول: ۸.۲۳ روپۍ فی لیټر، ډیزل ۶.۴۵ روپۍ،
خاورو تېل: ۷.۸۶ روپۍ او لایټ ډیزل: ۴.۷۸ روپۍ مارجن ورکړی
په پاکستان کی دا وخت صارفین نږدې ۱۰۱ روپۍ فی لیټر په پټرول او ۹۶ روپۍ فی لیټر په ډیزل د ټیکسونو، محصولاتو او کمېشنونو په مد کې ورکوي — چې دا د ټول قیمت شاوخوا ۴۰ څخه تر ۴۲ فیصده برخه جوړیږی.
پټرولیم ډیویلپمنټ لیوي (PDL) چې تر ۷۸ روپی پورې ده،
کسټمز ډیوټي (نږدې ۱۵ روپۍ فی لیټر) او کاربن یا کلایمیټ لیوي (۲.۵۰ روپۍ اخستل کیږی او حکومت پر پټرول او ډیزل جنرل سیلز ټیکس (GST) صفر ته راکوزه کړي
روان مالی کال د ۲۰۲۵-۲۶ بجټ لپاره حکومت د پټرولیم لیوي کې ۲۶.۴ فیصده زیاتوالی او د کاربن لیوي پراخول پلان کړي، څو د مرکزي حکومت امدن زیات کړي او دا رقم نیغ په نیغه مرکزی خزانی ته منتقل کیږی.