سي بي اېن رپورټ
کابل: د افغانستان په ختيځو دوه ولايتونو خوست او ننګرهار کې په دوه مشکوکو ډرون بريدونو کې لږ تر لږه درې ماشومان وژل شوي او اته نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي، ډرون بريدونو په سيمه کې سخته غصه راپارولې ده. د رپورټونو ترمخه ډرون بريدونه د خوست ولایت د سپېرې په ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې شوي دي.
د کابل له لوري په دې هوايي بریدونو هیڅ رسمي څرګندونې نه دي شوې چې چا ترسره کړي دي.
تر ټولو خونړی برید د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د لغوري کلي په یوه کور باندې د شورو په شپه شوی، چې د ساجیم خان زوی نعیم ګل نومې تن کور یې په نخښه کړی دی. د سیمې اوسېدونکي وایي، چاودنې کور نړولی دی، درې ماشومان په ځای مړه شوي: اووه کلنه نورېده، اووه کلن همایون، او څلور کلن حمزه. څلور نور کسان چې ځینې نجونې پکې وې، ټپیان شوي دي.
«، د رحیم الله په نوم یو اوسېدونکی وایي چې ژر سیمې ته ورغلی او ويلي یې دي، » چاودنې ټول کلی ولړزاوه مو نږ ماشومان له ملبې را وایستل. د هغوی له جګړې سره هېڅ تړاو نه وو.
ځايي چارواکو تایید کړه چې د سپېرې ولسوالۍ پولیس ژر سیمې ته رسېدلي، خو کور یې په بشپړ ډول نړېدلی وموند او د کورنۍ موټر — یوه ټویوټا کرولا — هم سخت زیانمن شوی وو.
په یوه بله پېښه کې، د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ۲۸ ویاله په سیمه کې د یوه بېوزله کروندګر شاهسوار په کور دوه ډرون بريدونه شوي دي. چاودنو درې ماشومان او یوه ښځه ټپیان کړل او د کور درې خونې یې نړلوي دي.
عیني شاهدان وایي چې ماشومانو چیغې وهلې، په داسې حال کې چې ګاونډیانو یې هڅه کوله چې له ملبې یې وباسي. «دا بېوزله کورنۍ دي»، د شینوارو یوه قومي مشر وویل. «هغوی له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري. خو بیا هم د دوی ماشومان قرباني کېږي.»
.په دواړو ولایتونو کې ټپیان روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل شوي دی. ډاکتران وایي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفیٰ د شینوارو د پېښې له امله خپګان څرګند کړی او روغتیايي چارواکو ته یې امر کړی چې ټپیانو ته بشپړه پاملرنه وکړي. په یوه بیان کې هغه وویل،«افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی، له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په نړیوالو چارو کې بېطرفه دریځ ساتي. دغه ډول کړنې به یوازې سیمه بېثباته کړي.»
تر اوسه هېڅ ډلې د دې بریدونو زمه واري چا نه ده منلې، او افغان چارواکو هم دا نه دي تایید کړي چې ایا بهرني ډرون پکې ښکېل وو که نه. خو دې پېښو په دواړو ولایتونو کې د خلکو غصه کړې، او په بهرنيو ځواکونو یې تور لګولی چې په ملکي وګړو یې بريدونه کړي دي، د دوی په وينا، «دا یو بل ظالمانه بمباري ده په افغان خاوره کې»، د خوست یو مشر وویل چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له څرګندولو ډډه وکړه.