افغانستان کې موقتي حکومت ډرون بريدونه غندلي او د پاکستان سفير ته یې احتجاج کړی

سي بي اېن رپورټ

په افغانستان کې د موقتي حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ننگرهار او خوست ولايتونو کې د ډرون بريدونه غندلي او په په سر یې په کابل کې د پاکستان سفير بللی او احتجاج یې ورته ريکارډ کړی دی.

https://pashto.cbn247.com/1282.html

افغان موقتي حکومت په خبر کې ويلي، د پاکستاني پوځ د ډرون بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج‌ليک يې وروسپاره.

په افغانستان کې موقتي حکومت ويلي، د پاکستاني د پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل گڼي.


همداراز پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.

پاکستان تراوسه پورې د دغو بريدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے