د بېشوڼۍ کلي ادريس وايي، "يو قيامت وو، نيمه ګهنټه د سېلاب په مینځ کې په لرګي پورې نښتی وم”

فضل عزيز بونيری

"زما مور او پلار، دوه وروڼه، دوه ترونه، نيا، ترور مې، اته کسان یې زمونږ د کور وړي دي، مونږ ټول سېلاب وړي وو، بيا چا څه ليدلي نه دي، يو قیامت وو، نيمه ګهنټه د دغه سېلاب په مینځ کې د بيکياڼې په لرګي پورې نښتی وو چې اوبه کمې شوې بيا خلک راغلل او راوويستلم یې”. دا د سېلاب ځپلي محمد ادريس د خلې خبرې دي.

27 کلن محمد ادريس د خېبرپښتونخوا د بونېر ضلعې په بېشوڼۍ کلي کې په پرايمري سکول کې استاد دی، په 15م اګست سهار سکول ته تلو خو زورور باران د لارې نه واپس کړی وو.

وايي، نزدې درې، څلور کلوميټره هغه سېلاب چې د ګټو يا غټو کمرو، خاورو او اوبو وو، دی وړی وو. ټول وجود یې ورله ژوبل کړی او بیا د خوشبختۍ نه ورته په سېلاب کې يو لرګی په لاس ورغلی د سېلاب په مینځ کې یې په هغې پورې ځان نښلولی او چې دغه سېلاب کم شوی، خلکو راويستی او بيا څلور ورځې په هسپتال کې په بېډ پروت وو.

ادريس وايي، "ما ليدل دا داسې سېلاب وو چې څه هم په مخه ورتلل د ځان سره یې وړل”.

ځوان ادريس زياتوي، "مونږ به باران ته خوشالېدو چې د بېشوڼۍ د کلي په مینځ خوړګۍ کې به اوبه سېوا شي زمونږ د کلي د اوبو مسله به حل شي او دا خوړ به پاک هم شي، خو د داسې عذاب نه، نه وو خبر چې داسې عذاب به راشي”.

بېشوڼۍ او بونېر کې د ادريس په څېر ډېرې کورنۍ د سېلاب ښکار شوي دي.

بېشوڼۍ د بونېر ضلعې يو د هغو کليو څخه دی چې د 15م اګست په سهار پرې باران او سېلاب راغلی، دغه سېلاب د بېشوڼۍ درېمه برخه کلی وړی، 81 کسان چې پوره کورنۍ  پکې شاملې دي د اوبو، ګټو او خاورو ګډ بې رحمه سېلاب ښکار شوي دي.

ادريس وايي، "زه کلي ته نه ځم، سر مې ټول ګټو وهلی ژوبل دی، نه شم برداشت کولی، کلی نه شم ليدلی، د کلي نقشه بدله شوې ده د کلي په مینځ تېره شوې خوړګۍ اوس په کلي اوچته شوې ده، دومره ګټې راغلي چې کلی ترې لاندې پاتې شوی دی”.

پښتونخوا کې باراني او سېلابي پېښې

خېبرپښتونخوا صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) په 26م اګست ويلي وو، د 15م اګست راهسې تراوسه پورې د صوبې په مختلفو ضلعو کې په باراني او سېلابي پېښو کې د ابتدايي رپورټ ترمخه، 406 کسان مړه او 245 ژوبل شوي دي.

د پي ډي اېم د رپورټ ترمخه په مړه شوو کې 131 نارينه، 167 ښځې او 108 ماشومان شامل دي.

بارانونو 2810 کورونو ته زیان اړولی او پکې 674 په بشپړ ډول تباه شوي دي.

د رپورټ له مخې، تازه پېښو کې تر ټولو زياته د بونېر ضلعه ځپل شوې او يواځې په دغه ضلعه کې تراوسه پورې د مړو شمېره 237 ته رسېدلې ده.

د بونېر ضلعې د ګديزي تحصيل چيرمېن شېر عالم خان وايي، په تحصيل کې یې د 15م اګست راهسې باراني او سېلابي پېښو کې د 28م اګست پورې د مړه شوو کسانو شمېره 100 ته رسېدلې او د 60 ژوبل پورې نور ژوبل شوي دي، په مړه شوو کې 81 په بېشوڼۍ کلي کې دي او هم په دې کلي کې اووه کسان بې درکه دي.

بونېر کې د سرکار نه علاوه د تنظيمونو مرستې

افسر خان په بونېر کې د عوامي نېشنل ګوند د سيوري لاندې د باچا خان خدای خدمتګار تنظيم مشر دی، وايي، د 15م اګست د شپې نه مو په بونېر کې مرستې روانې کړي خوراکونه مو رسولي دي او تراوسه دغه لړۍ روانه ده، د متاثرينو دپاره مو د مالي مرستو کېمپونه لګولي او د ډاکټرانو کېمپونه مو جوړ کړي دي، د نغدو په شکل کې د خلکو مرستې کوو، د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان او د صوبايي نورو مشرانو هم د بونېر سفر کړی وو.

نوموړی وايي، تاوان ډېر زيات ځکه شوی دی، لکه د پوره پوره کليو نقشې بدلې شوي دي، د کورونو د سر ومخ هډو درک نه کيږي.

د افسر خان په خبره، په دې وخت کې تنقيد په چا نه دی پکار، خو حکومتي مرستې د نشت برابر دي، ځکه چې خلکو د مرستو دپاره زياته خپله مشينري استعمال کړې ده،

سېلاب ځپلو سيمو کې د ټولو نه اول خلکو له کورونه پکار دي د چا چې کورونه وړل شوي اول دې اباد کاري وشي.

د جماعت اسلامي ګوند د الخدمت او بونېر ضلعې امير اينجينير ناصر علي خان هم وايي، د خلکو کورونو او کاروبارونه تباه شوي دي، خلک د پرېشانۍ سره مخ دي، ټولنيزې مسلې جوړيږي، روډ بجلي، هسپتالونه، بونېر کې به په هر اړخ کار پکار وي.

هغه وايي، يتيمان بچي او کونډې پاتې شوې، خلک بې کوره شوي دي.

د نوموړي په خبره، فوري د خلکو غټ ضرورت د ابادکارۍ دی او دا لږ د اوږدې مودې کار دی، خلک د رشته داروانو سره ناست دي، متاثره خلک فوري د اباد کارۍ غوښتنه کوي، دپاسه پرې ژمی را روان دی. په خصوصي توګه متاثرينو ته د ماهر نفسیات ضرورت دی.

ناصر خان زیاتوي، حکومت بايد د خلکو مسلې خپله مسله وګڼي تش د خبرو او وعدو پورې پاتې نه شي، دا کار د رياست دی. خلکو له کاروبارونه پکار دي په غټه کچه منصوبه بندي پکار ده، خلک روډ ته راوتلي دي، د زرګونو خلکو روزګارونه تباه شوي چې په زرګونو خلک ورسره تړلي دي، حکومت له پکار دي چې مرکز او صوبه خپلمنځي اختلاف پرېږدي او د دې اغېزمنو خلکو دپاره کوټلې منصوبه جوړه کړي.

د نوموړي په خبره، الخدمت اېمرجنسي رسپانس کې خلک هسپتالونو ته رسولي او ټرانسپورټرېشن، بیا د خوراک او اوبو، او بيا د مېډېکل، هغه ځای ته هم رسېدلي يُو چې حکومت لا هغه ځای ته نه دی رسېدلی دی.

عبدالوارث خان د پاکستان پيپلز پارټۍ د بونېر د اطلاعاتو سيکرټري دی، وايي بونېر ته د سلو نه زياتې غېر سرکاري ادارې راغلي دي، اصل متاثرين چې په غرونو کې دي هغو ته پيادل لارې دي، هلته تراوسه خلک نه دي رسېدلي، حکومت لا غرييزو سيمو ته نه دی رسېدلی لکه د ډګر تحصيل په ګوکند دره کې کوټ او سوډهير او د چغرزو تحصيل په برنو علاقو کې، ګانشال، برشمنال اخون کلی، پېزه، تماکو، قاردره او بېرو کې خلک مرستو په تمه دي.

د نوموړي په خبره، متاثرينو ته خوراکي مرستې ورسېدې، ډېر خلک اوس مالي مرستو ته اړتيا لري چې خپل کورونه پاک کړي او لږ وران شوي کورونه بيا اباد کړي.

هغه وويل، پپيلز ګوند خوراکي توکي، په متاثره سيمو او هسپتالونو کې یې لس د اوبو فلټر پلانټس لګولي.

بونېر کې زياته تباهي

بونېر کې بارني او سېلابي پېښو درې تحصيلونه ګديزي، ډګر او چغرزي ډېر اغېزمن کړي، د پيربابا د پاچا بازار یې تباه کړی او د اوبو په غاړه ټولې سيمې متاثره شوي دي.

ځايي خلک وايي، ميداني هوارو علاقو او په يو ځای ډېرو متاثرو علاقو ته خو حکومت او نورې مرستې رسېدلي خو لرې پرتو غرييزو سیمو کې ځینو متاثرينو ته اوس هم مرستې نه دي رسېدلي.

طبي مسلې

ډاکټر امير تاج خان چې د بونېر په مرکزي ډګر هسپتال کې مېډېکل سپېشلسټ او د پراويشنل ډاکټر اېسوسي اېشن مشري کوي، وايي، د سېلاب په وخت مرکزي هېډ کوارټر هسپتال کې فوري رېسکيو ټيم پکار وو، رضاکار وو، هسپتالونه کله د داسې پېښو نه وو ښکار شوي، د مړو د اېښودو ځای نه وو، بونېر کې لارې ټولې ورانې دي، د تګ راتګ نظام د مخکې نه ډېر ښه نه وو او د بارانونو او سېلابونو سره هغه نور خراب شو، اېمرجنسي مېډېکل رسپانس ټيمونه هم هغه شان تربيه نه دي په هسپتالونو کې، په غټه کچه چې انساني زيان وشي هغه ځای ته فوري د ډاکټرانو ټيم لېږل شي چې د مړه شوو کسانو په هغه ځای تاييد وشي چې په هسپتال کې ګڼه نه جوړيږي.

هغه وويل، دوايانې پوره وې، خلکو په خپله په رضاکارانه توګه دومره څه راوړي چې چاته درک هم نه دی شوی چې څه کم دي.

د نوموړي په خبره، فوري رسپانس خو وشو که څوک زخمي وو يا بله مسله یې وه، د پېښې وروسته د حالاتو قابو کول، لکه په نفسياتي مسلو د خلکو علاج کول، د سايکاټرسټ او سايکالوجسټ ډاکټرانو ټيمونه دغو علاقو ته پکار دي.

هغه وويل، د قی دست او زيړ زيړي مسلې به اوس زياتيږي، د ملېريا او ډينګي مسلې زياتې شوي دي، دوی کوشش کوي چې حکومت ته اووايي، په دغه برخه کې ډېر کار وکړي ځکه دا ډېر ضرورت لري.

د سوات نه بونېر ته تللی ډاکټر همدرد يوسفزی د ذهني ناروغو (سايکاټرسټ) پوهان دی، وايي بونېر ته د ملګرو ډاکټرانو د تنظيم د سيوري لاندې ورغلي وو، په بونېر کې یې پوره ورځ تېره کړې ده.

نوموړی وايي، نفسياتي فرسټ اېډ، سړي ته خوندي ځای يا چې د سر سېوری ترلاسه شي، خلک خواره واره دي، د چا چې کورونه د سېلاب ښکار شوي، هغه خلک يو ځای بل ځای پاتې کيږي، بل دا چې دغه اغېزمن خلک به د نفسياتي مسلو سره مخ کيږي لکه اوس خو د دوی سره خلک ناست دي ګڼه ګوڼه ورته جوړه ده، خو په يواځې کېدو به دوی ته مسله جوړيږي، نو سمدستي دوی ته د سرپناه ورکولو ضرورت دی.

هغه وويل، بل دې خلکو ته د نفسياتي ناروغانو پوره ډله پکار ده چې د دې خلکو پوره علاج وشي د دوی بحالي ډېره ضروري ده، لکه د خلکو د کروړونو روپو تاوانونه شوي دي، دغو خلکو ته هر ډول تاوان رسېدلی دی، زاني مالي او ټولنيز، دې ته غور پکار دی.

د نوموړي په خبره، د حکومت رسپانس هغه شان نه ښکاري څنګه چې پکار دی.

ډاکټر همدرد وايي، په ځينو کورونو کې ډېر کسان مړه شوي او کم پاتې دي، ځينې کورنۍ نيمګړي شوي دي، دا خلک د مختلفو نفسياتي ناروغو ښکار کېدی شي، هغه به ډېره غټه مسله جوړيږي.

نوموړی وړانديز کوي، اغېرمنو خلکو ته سرپناه، د دوی مالي مرستې، د دې خلکو د ذهني د ناروغو او مسلو دپاره د يوې مودې پورې درملنه او د پوره بحالۍ دپاره پکار ده چې حکومت کوټلې منصوبه جوړه کړي.

حکومتي غبرګون

د ګديزي تحصيل چيرمېن شېر عالم خان وايي، د ضلعي انتظاميې او نورو ټولو سرکاري ادارو په خپل خپل ځای زبردست کارونه ترسره کړي دي، وزيراعلا علي امين ګنډاپور د هر مړي دپاره د 20 لکو روپو امداري چيکونه ورکړي دي، هسپتالونو کې ښه علاجونه شوي او روان دي، د زرو دولس سوه پورې دوکانداران متاثره شوي دي.

هغه وويل، سېلاب شپږوېشت اېکړه د فصل ځمکه او فصلونه یې تباه کړي دي، د شپاړس اېکړه ځمکې هډو مخ ورک دی، د فصلونو ځمکې تش خوړ او ګټې پاتې شوي دي.

د نوموړي په خبره، د فصل د ځمکې دپاره زميندارو ته مشينري ورکړل شوې ده او د هغې ډېټا جمع کولی شي، وزيراعلا وعده کړې وه چې د ټولو تاوانونو مرسته به کوي.

شېر عالم خان وايي، زه د تحصيل چېرمن په حېث د ټولو تنظيمونو الخدمت او باچا خان والا او نورو ټولو مننه کوم. خو چې څومره تباهي په ګديزي تحصيل کې شوې ده، هر څه تباه شوي دي، زاني او مالي هر ډول تاوان شوی دی، د څښلو اوبه او ټېوب ویلونه تباه شوي دي، مونږ ته د هر ډول فوري مرستو او په راتلونکې د هر ډول مرستو ضرورت دی، د مرکزي او صوبايي حکومت نه د هر ډول پوره مرستو غوښتنه کوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور د بونېر او نورو اغېزمنو سيمو سفرونه کړي، د اغېزمنو خلکو سره یې ځينې مالي مرستې کړي او د پوره بحالۍ وعدې یې هم کړي دي.

Also watch Podcast By VOA Deewa journalist Fazal Aziz Buneri and Washington Post’s Haq Nawaz Khan

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے