افغانستان کې د موقتي حکومت د کورنيو چارو د وزارت ویاند وايي، [کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د بيګانۍ زلزلې په تړاو زمونږ د وروستيو جزياتو په اساس په کونړ ولايت کې 610 تنه مړه او 1300 ټپيان شوي او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي. همداراز، په ننګرهار ولايت کې 12 تنه مړه، 255 تنه ټپيان شوي او په لسګونو کورونه هم تخريب شوي دي].
د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان پولې ته نزدې ولايتونو کونړ، ننګرهار او لغمان کې تېره شپه څو دقيقې کم دولس بجې زوروروه زلزله شوې، او په غټه کچه ځاني او مالي تاوانونه یې اړولي دي.
ځايي چارواکي وايي، زلزلې په کوڼر ولايت کې ډېر تاوان اړولی، او زيات تاوان په لرې غرنو پرتو سيمو کې شوی، ځکه هلته رسايي ګرانه ده او کره معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، زلزله د 6.0 شدت وه، او د امریکې د امریکا د جیولوجيکل سروی له مخې، د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار ختیځ ـ شمال ختیځ ته 27 کیلومېټره لرې دا زلزله شوې ده.
د کونړ ولایت د ګورنر ویاند عبدالغني مصمم نن سهار وختي ويلي وو، د کونړ په لرې ساحو کې زیات تاوانونه شوي، دقيق معلومات لا نه دي ترلاسه شوي خو ابتدايي معلوماتو کې 250 کسان مړه شوي او 500 نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو ترمخه، زلزلې په غټه کچه کورونه نړولي او غرونه یې هم ښويولي دي.
د زلزلې په اړه نور جزیات درسره شريکوو.
د کال 2023م د اکتوبر په اوومه نېټه افغانستان کې د 6.3 درجې یوه زوروره زلزله شوې، چې پکې د طالب چارواکو په وينا تر لږ 4000 کسان مړه شوي وو.
ملګرو ملتونو بیا د مړو شمېر نزدې 1500 ويلی وو، دغه زلزله او پکې اوښتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې په وروستيو کې تر ټولو غټ طبيعي ناورين ګڼل شوی وو.