ذبيح الله مجاهد: کونړ د زلزلې له امله د مړو شمېر 800 او ټپیانو شمېره 2500 ته رسېدلې

کابل

په افغانستان کې د موقتي حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د تېرې شپې د ختيځو ولايتونو زلزله کې يواځې په کونړ کې د مړينو شمېره 800 او ټپیانو شمېره 2500 تنو ته رسېدلې ده.

هغه ويلي، دغه شمېرې وروستۍ نه دي د زياتېدو اندېښنه یې څرګنده کړې ده.

د زلزلې له امله زيات تاوانونه په کونړ کې اوښتي دي.

د کونړ نه علاوه په ننګرهار کې 12 تنه مړه او 255 ژوبل شوي دي، ويل کيږي لغمان او نورستان کې یې هم تاوانونه اړولي او په لويه کچه یې کورونه نړولي دي.

له دې وړاندې خبر ورکړل شوی وو، د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان پولې ته نزدې ولايتونو کونړ، ننګرهار او لغمان کې د شپې څو دقيقې کم دولس بجې زوروروه زلزله شوې، د لومړو معلوماتو له مخې زلزله کې يواځې په کونړ ولايت کې لږ تر لږه 500 کسان مړه او د 1000 نه زيات نور ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، زلزلې په کوڼر ولايت کې ډېر تاوان اړولی، او زيات تاوان په لرې غرنو پرتو سيمو کې شوی، ځکه هلته رسايي ګرانه ده او کره معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، زلزله د 6.0 شدت وه، او د امریکې د امریکا د جیولوجيکل سروی له مخې، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار ختیځ ـ شمال ختیځ ته 27 کیلومېټره لرې دا زلزله شوې ده.

د کونړ ولایت د ګورنر ویاند عبدالغني مصمم سهار وختي ويلي وو، د کونړ په لرې ساحو کې زیات تاوانونه شوي، دقيق معلومات لا نه دي ترلاسه شوي خو ابتدايي معلوماتو کې 250 کسان مړه شوي او 500 نور ژوبل شوي دي.

د راپورونو ترمخه، زلزلې په غټه کچه کورونه نړولي او غرونه یې هم ښويولي دي.

د زلزلې په اړه نور جزیات درسره شريکوو.

د کال 2023م د اکتوبر په اوومه نېټه افغانستان کې د 6.3 درجې یوه زوروره زلزله شوې، چې پکې د طالب چارواکو په وينا تر لږ 4000 کسان مړه شوي وو.

ملګرو ملتونو بیا د مړو شمېر نزدې 1500 ويلی وو، دغه زلزله او پکې اوښتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې په وروستيو کې تر ټولو غټ طبيعي ناورين ګڼل شوی وو.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے