پاکستان کې د پټرول قیمت ځای ساتل شوی او ډیزل لږ ارزان کړل شوي

ریاض حسېن – د پاکستان د خزانې وزارت د راتلونکو ۱۵ ورځو دپاره د پټرولو قیمت په ځای ساتلی او د ډیزلو په بيعه کې یې ۳ روپۍ لیټر کمی کړی دی

حکومت وايي، دا بدلون د نړیوالو بازارونو د نرخونو له کبله شوی، چیرته چې اوس د پټرولو في بیرل قیمت شاوخوا ۶.۳۷ ډالره دی، او د ډیزلو قیمت ۳.۲۰ ډالر ته راکم شوی دی.

د سیتمبر له لومړۍ نېټې څخه به پټرول په هغه پخواني نرخ ۲۶۴.۶۱ روپۍ فی لیټر خرڅېږي.

خو د دی تر څنګ نور تېل لکه ډیزل، خاورو تېل، او لایټ ډیزل بیا لږ ارزان کړل شوي دي.

مرکزی حکومت همدارنګه دا هم ویلي چې د "انټر فریټ ایکوالایزیشن مارجن (IFEM)” هغه اضافي نرخونه چې د تيلو د لېږد لګښت پوره کوي، هم په ځایی پاتی شوي.
حکومت دا وخت په پټرول: ۸.۲۳ روپۍ فی لیټر، ډیزل ۶.۴۵ روپۍ،
خاورو تېل: ۷.۸۶ روپۍ او لایټ ډیزل: ۴.۷۸ روپۍ مارجن ورکړی

په پاکستان کی دا وخت صارفین نږدې ۱۰۱ روپۍ فی لیټر په پټرول او ۹۶ روپۍ فی لیټر په ډیزل د ټیکسونو، محصولاتو او کمېشنونو په مد کې ورکوي — چې دا د ټول قیمت شاوخوا ۴۰ څخه تر ۴۲ فیصده برخه جوړیږی.

پټرولیم ډیویلپمنټ لیوي (PDL) چې تر ۷۸ روپی پورې ده،

کسټمز ډیوټي (نږدې ۱۵ روپۍ فی لیټر) او کاربن یا کلایمیټ لیوي (۲.۵۰ روپۍ اخستل کیږی او حکومت پر پټرول او ډیزل جنرل سیلز ټیکس (GST) صفر ته راکوزه کړي

روان مالی کال د ۲۰۲۵-۲۶ بجټ لپاره حکومت د پټرولیم لیوي کې ۲۶.۴ فیصده زیاتوالی او د کاربن لیوي پراخول پلان کړي، څو د مرکزي حکومت امدن زیات کړي او دا رقم نیغ په نیغه مرکزی خزانی ته منتقل کیږی.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے