د کالعدم تحریک طالبان پہ مئینځ کې اختلافات او ډلګیو کې ویشلو اطلاعات

، تحریک طالبان پاکستان (TTP) خپلو ټولو مشرانو او جنګیالیو ته یو مهم پیغام استولی دی. پدې پیغام کې ویل شوي چې له خپلو کې دې شخړې نه کوي، بې اجازې عملیات دې نه ترسره کوي، او د ډلې دننه دې نفاق نه خوروي. دا پیغام د طالبانو د مشرتابه شورا له خوا خپور شوی دی.

په لیک کې لیکل شوي چې د ډلې دننه ناندرۍ، شخصي رقابتونه او خپل‌منځي شخړې زیاتې شوي، چې دا د دوی د وسله‌والې مبارزې لپاره خطر جوړ شوی دی. ویل شوي چې دا اختلافونه د ډلې زور کم کړی او د تحریک نوم ته یې تاوان رسولی دی.

طالب مشرانو دا هم ویلي چې دوی د پاکستان حکومت د خپل اصلي دښمن په توګه ګوري، او دا حکومت یې "د لوېدیځ غلام” بللی دی. هغوی تور لګولی چې حکومت د اسلام ضد ګامونه اخلي، او دولتي ادارې د دوی هدف دي. کوم مشران چې له دې هدفه بل لور ته تللي یا قومي مسئلو ته ور ګډ شوي، هغوی هم سخت تنقید شوي دي.

په پیغام کې ټولو کمانډرانو ته امر شوی چې له خپل‌منځي جګړو لاس واخلي او که څه مسئله لري، نو د مشرانو شورا ته دې یې ورسوي. ویل شوي چې هر څوک باید د مشرتابه امرونو ته تابع وي، او که څوک دا هدایتنامې ونه مني، نو سزا به ورکول کېږي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې بې اجازې بریدونه، رسنیزې خبرې یا خپل‌سرې پرېکړې نورې نه زغمل کېږي. پدې لیک کې دا هم منل شوي چې پخوا ځینې غلطې پرېکړې شوې دي، چې له امله یې ډلې ته تاوان اوښتی. اوس غوښتنه شوې چې دا نوې لارښود دې سمدستي عملي شي، او د ټولو مشرانو نه یې د عمل راپورونه غوښتل شوي دي.

شنونکي وايي چې دا اقدام ښيي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د زیاتېدونکي فشار او عملیاتو له امله طالبان هڅه کوي چې خپل منځ کې یووالی وساتي. همداراز، د داخلي اختلافاتو او د واک پر سر شخړو له امله د تحریک مشرتابه غواړي چې خپل جوړښت بیا منظم کړي

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے