راپور: نصرت الله طاهرزی :
درې ورځې وړاندې د کونړ په دانګام، اسمار او ناړۍ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه را وتلي وو چې له امله یې دوه کوچنۍ نجونې مړې او ځایي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
زیانمنې شوې کورنۍ وایي، سیلابونو یې د سر زیان ترڅنګ استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې تخریب کړي چې دوی یې له جدي ستونزو سره لاس په ګرېوان کړي.

د اسمار ولسوالۍ سیلاب ځپلی ریدي خان وایي: «درې ورځې مخکې د شپې له بارانونو وروسته ناڅاپي سیلابونه راغلل، زمونږ د کلي دوه وړې جینکۍ هم مړې شوې، کورونه یې وغورځول، لارې یې خرابې کړي، زراعتي ځمکو کې فصلونه یې را خراب کړي، له کورونو یې خوراکي شیان هم وړي، ډېر زیات مشکل سره مخ یو.»
زیانمنې کورنۍ وایي، د سیلابونو له امله لسګونه استوګنیز کورونه تخریب شوي او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره د بېړنیو مرستو سربېره د اساسي مرستو لاس ورکړي.
سیلاب ځپلی شېرعالم وایي: «مونږ له سختو مشکلاتو سره مخ یو، کورونه مو غورځېدلي، سرپناه نه لرو؛ غوښتنه مو دا ده چې حکومت او موسسات دې د اوله مرستو ترڅنګ د کورونو د اساسي جوړولو لپاره له مونږ سره چټکې مرستې وکړي.»
په همدې حال د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین هم مني چې سیلابونو ولسي خلکو ته درانه مالي زیانونه ور اړولي.
د دغه ریاست رییس مولوي محمد مبین وایي، د سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سروې یې پیل کړې او ژر به د حکومت او مرستندویه موسساتو پر مټ مرستې ور ورسول شي.
نوموړی زیاتوي: «د کونړ په اسمار، ناړۍ او دانګام ولسوالیو کې سیلابونو سخت زیان اړولی، دوه نجونې مړې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي، زمونږ د سروې ټېمونه ساحو ته تللي، د زیانمنو کورنیو سروې یې شروع کړې چې له هغه وروسته به ټولو حقدارو ته مرستې ور ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په لعلپورې، ګوشتې، کوز کونړ، دره نور، مومندرې او یو شمېر نورو سیمو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله د مرګ ژوبلې ترڅنګ سلګونه استوګنیز کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د تازه مېوو بڼونه تخریب شوي و.