فضل عزیز بونيري
د موسم يا چاپېريال د پوهانو په خبره، کلاوډ برسټ داسې کومه پوکڼۍ يا بالون نه دی چې وچوي او په يو ځای اوبه راتوی شي، د دوی په وينا، دا زړه يا پخوانۍ اصطلاح ده، پاکستان کې اوس عامه شوه او په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د وروستيو باراني سېلابي پېښو سره زیاته وکارول شوه، او د هغې وجه د مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو زياتوالی دی چې پکې دغه توری زيات وکارول شو.
پوهان وايي، د کلاوډ برسټ وړاندوينه ممکن ده، دا کوم بدل شی نه دی بلکې کله چې د زيات (هېوي) باران امکان څرګند کړل شي، نو هم په هغې کې د حساب نه زيات باران وشي او هم دغې ته کلاوډ برسټ ويل کيږي.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې د روانې اګست د میاشتې په 15مه نېټه زورور بارانونه شوي او سېلابونه راغلي چې له امله یې په غټه کچه مالي او زاني تاوانونه اړولي دي.
صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه، د اګست د 15مې نېټې څخه تر نن 24م اګست پورې باراني او سېلابي ټولو مختلفو پېښو کې 406 کسان مړه او 247 ژوبل شوي دي.
د پي ډي اېم اې ترمخه په مړه شوو کې 305 سړي، 55 ښځې او 46 ماشومان شامل دي.
پښتونخوا کې وروستيو بارانونو او سېلابونو تر ټولو زیاته بونېر ضلعه ځپلې او دغلته تر ټولو زيات 237 کسان مړه او په 886 زيانمن شوو کورونو کې 299 په بشپړ ډول تباه شوي دي.
بارانونو او سېلابونو د بونېر نه علاوه، شانګله، سوات، باجوړ، کوز دير، صوابۍ، ډېره اسماعيل خان او مانسهره کې ډېر تاوانونه اړولي دي.
صوابۍ کې 42 کسان مړه، شانګله کې 36، مانسهره کې 25، باجوړ کې 22 او سوات کې 20 کسان مړه شوي او په لسګونو کورونه او نورې ودانۍ او سړکونه تباه شوي دي.
د چاپېريال يا موسمیاتو کار پوه او د پاکستان د موسمیاتو د محکمې پخوانی مشر (ډايريکټر جنرل) رياض محمد وايي، د کلاوډ برسټ دا توری اوس ډېر عام شوی او دا په داسې وخت کې کارول کيږي چې ((کله مونږ خپله زمه واري نه شو پوره کولی. کلاوډ برسټ دا دی چې باران کله زیات شي د درېو څلورو انچو نه زيات شي يا په يو ځای ډېر زيات را ووريږي، اوس ورته دغه نوم په عامه توګه ورکول کيږي)).
نوموړی زياتوي، چې ((په لږ يا کم وخت کې چې زيات باران وشي د حساب نه زیات باران وشي، لکه چې په يوه ګهنټه کې ډېر ملي ميټره يا څلور انچې باران وشي. مطلب وريځې نه چوي چې د بالون غوندې په يو ځای وچوي او راتوی شي، مخکې به هم تباهي کېده خو اوس د ميډيا او سوشل ميډيا سره ډېر معلومات خپريږي او خلک پرې خبريږي)).
ښاغلی رياض وايي، (کلاوډ برسټ دا خاص مېټرولوجيکل لفظ دی او دې ته يو قسم له ماحول جوړ شي. پېشنګويي د باران وي يا چې د زیات باران وويل شي، هېوي رېن چې څه ته ويل کيږي، دغې زورور باران ته دا نوم ورکړل شوی دی، دا کوم بل څيز نه دی، لکه څنګه چې خلکو وريځې په اينيمېشن يا کمپيوټر باندې جوړ کړي دي او په يو ځای یې راتوی کړي، داسې هيڅ نشته، اوبه داسې نه شي رابهېدی)).
هغه وايي، (( د بجلۍ يا د اور تندرونه لګي، د اوبو تندرونه نه وي))، دغې پوښتنې ته چې، (په يو ځای دومره ډېرې اوبه شي او غرونه وښويږي، دا څه وايي)؟، نوموړي وويل، په يوه علاقه چې په يو ځای د حساب نه زيات باران ووريږي هغه سېلاب جوړ شي او غرونه وښويوي، اوبه، خاورې او ګټې په يو ځای د سېلاب په شکل کې راشي او چې مخې له یې څه راځي هغه ځان سره وړي تباهي جوړوي.
رياض محمد وايي، بارانونونه پخوا هم ډېر شوي او سېلابونه راغلي دي، خو په دې اوسنيو پېښو کې زيات د خلکو خپل لاس هم دی، لکه غرونه وهل شوي چې کله په پوره سيمه کې د بارانونو لړۍ راشي او په يوه علاقه کې زيات بارانونه وشي، ونې نه وي چې ځېلې یې خاوره ټينګه وساتي د هغې د وجې نېغ کچه غرونه چې د لاندې ډډ شوي وي وښويږي.
نوموړی زياتوي، دويمه مهمه خبره، خلکو د اوبو، خوړونو په لارو کې کورونه جوړ کړي دي، خطرې خپله سېوا کړل شوي دي، او د هغې وجه هم ښايي غربت دی، خلک کم ځای ګوري او کور پرې جوړوي، نو د اوبو يا سېلاب جوړېدو په لاره کې کور جوړول په خپله غټه خطره ده، ځکه چې څه وخت هم باران زياتېدی شي او د سېلاب سبب کېدی شي.
ښاغلی وايي، پخوا به هم داسې بارانونه کېدل لکه دا د بارانونو هواګانې يا څپې چې په سويلي اسيا کې راجوړې شي، دا په هند او بنګله دېش کې هم راځي او هلته هم داسې بارانونه کيږي، دلته په پاکستان او د خېبرپښتونخوا په غرنو سيمو کې زيات تاوانونه ځکه اړوي، چې غرونه وهل شوي، خلک د اوبو په لارو يا خوړونو په غاړو ابادۍ کوي، بل پخوا ابادي کمه وه، او مطبوعات نه وو، د ډېرو پېښو نه به زيات خلک خبرېدل هم نه.
د چاپېريال کار پوه زياتوي، طوفانونه او سېلابونه يواځې په پاکستان او دې سيمه کې نه راځي، دا په امريکا او يورپ کې هم راځي، هلته هم ابادۍ وېجاړې کړي، خو هلته انساني زيان نه کيږي او د هغې وجې هلته د حکومتونو او خلکو خپل احتياطي تدابير دي، يو د وړاندې نه خلک خبرول کيږي او سمبالول کيږي.
رياض محمد وايي، ((د موسمياتي بدلون نه څوک انکار نه شي کولی، د ډېرې تباهۍ زمه وار مونږ په خپله يُو)).