دير پوليس: نښته کې پينځه وسله وال وژل شوي، اته پوليس ژوبل، ځايي تن وژل شوی

ويب ډیسک

د خېبرپښتونخوا د بره دير ضلعې پوليسو ويلي، ضلعي پوليس او سي ټي ډي په شريکه د وسله والو ضد عمليات کړي او د پينځو وسله والو وژلو دعوه یې کړې ده.

د بره دیر پوليسو په خبر پاڼه کې ويل شوي، وسله والو سره نښته کې اته پوليس اهلکار ژوبل شوي او يو ځايي تن وژل شوی دی.

ویل شوي، عمليات د بره دير، دوبندو، بريکوټ، سلام کوټ او هاتن دره کې ترسره شوي دي.

د پوليسو په وینا، نن سهار وختي په سلام کوټ کې د وسله والو سره نښته شوې ده، اته پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي او ځايي تن پکې وژل شوی دی.

پوليسو دعوه کړې، په علاقه کې په مهمو ځايونو او د ترهګرو د تګ راتګ په لارو کې چوکۍ جوړې کړي دي.

له دې وړاندې د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې (سي ټي ډي) تېره شپه ناوخته دعوه کړې وه، د ملاکنډ په بره دير ضلعه کې یې د پوليسو سره په ګډه عمليات کړي او دوه ترهګر یې وژلي دي.

سي ټي ډي ویلي وو، وسله والو سره مقابله کې يو ملکي وګړی وژل شوی او پينځه پوليس ژوبل شوي دي.

د سي ټي ډي د دعوې ترمخه، استخباراتي عمليات په ګډه ترسره کړل شوي او ترهګر پکې وژل شوي دي.

پوليس دعوه کړې، وژل شوي ترهګر يوه اوونۍ وړاندې په پوليس موبايل باندې حمله کې ککړ وو او د غټې ترهګرۍ د پلان تياري یې کوله او دغه پلان یې ناکامه کړل شوی دی.

د پوليس خبرپاڼې ترمخه د وسله والو ضد عملياتو په وخت د ترهګرو لخوا سخت مزاحمت شوی، په نتيجه کې پينځه پوليس اهلکار ژوبل شوي او يو ملکي وګړی ژوبل شوی دی.

سي ټي ډي ویلي، په علاقه کې د پاکۍ عمليات دوام لري، او په سيمه کې به د ترهګرو د نېټ ورک ختمولو پورې عمليات دوام ولري.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه زيات شوي او وخت په وخت د وسله والو د فعاليتونو سېوا کېدو خبرونه هم مخې ته راځي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے