په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت په ځینو ولایتونو کې په فایبر انټرنېټ بنديز لګولی، دغه اقدام ته غبرګون ويل شوی

:سي بي اين

په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت ويلي، د مشر د حکم له مخې د حکم لمخې یې [په کندوز زون (کندوز، بغلان، تخار او بدخشان) ولایتونو کې پر فایبر نوري کېبل مطلق بندیز لګولی، او د دې وروسته د همدغه کېبل له لاري انټرنیټ نسته او ټول قطع شوي دي].

د طالبانو د د کندز ولايت مقام رسنيز دفتر ويلي، [یاد اقدام د منکراتو څخه د مخنیوي په موخه ترسره سوی او د ضروریاتو لپاره به په داخل د هېواد کې بدیله لار جوړیږي].

ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده څه موده مخکې په کندهار کې د افغانستان د ځینو والیانو سره په یوې غونډې کې د نوري فایبر انټرنټي خدمت د بندېدو لارښوونه کړې وه.

د طالبانو د حکومت دغه فيصلې ته په غبرګون کې د منصور افغان په نوم يو تن په اېکس پوسټ کې ويلي، [منکرات خو په مخکې زمانو کې هم وه ایا هغو هم داسی کړنې کولې لطفاً نظام باید د ولس درد هم احساس کړي فحشا او منکرات په دې نه راګرځي].

د افغانستان دپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد چې په وروستيو کې د کابل سفر هم کړی، ويلي دي، [که رښتیا هم اندېښنه د فحشا په اړه وي، لکه د ډېرو اسلامي هېوادونو په څېر، دا په اسانۍ سره فلټر کېدای شي. په اسلامي نړۍ کې ډېر هېوادونه دا کار په هماغه ډول کوي].

د خبریالانو د حفاظت کمېټې د طالبانو د دغه اقدام په اړه ویلي دي چې د نوري فایبر انټرنټ باید په بلخ او نورو ولایتونو کې بېرټه ژر فعال شي چې افغانان [وای فای انټرنټ ولري او خبریالان خلکو ته معتبر خبرونه ورسولای] شي.

په افغانستان کې له څو کلونو راهېسې د بېنکونو، پاسپورټونو، تذکرو او ګمرکونو په ګډون د اکثریت ادارو چارې ډیجیټلي شوې وې او د نوري فایبر په انټرنټ باندې روانې وې.

په تېر وخت کې په افغانستان کې د جمهوریت په وخت او هم د طالبانو حکومت د عاشورا او په ځینو نورو مناسبتي ورځو کې د «امنیتي دلایلو» له کبله انټرنټي خدمتونه بند کړي، خو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بندېږي، خو تر دې دمه د نورو مخابراتي شبکو انټرنټي خدمتونه روان دي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے