بلوچستان: دوه چاودنو کې د دوو امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه اته تنه وژل شوي

سي بي اين

د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرحدي ښارګوټي چمن کې تېره نيمه شپه يوه چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د چمن چارواکو ويلي، پېښه د پولې سره نزدې د ټېکسي په اډه کې شوې ده.

چارواکو ويلي، پېښه کې ځايي خلک په نخښه شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او افغانستان په پوله د شوې چاودنې د پېښې غندنه کړې ده.

هغه ويلي، چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د پېښې زمه وار د قانون منګولو ته راولي.

د شهباز شریف په خبره، بلوچستان کې چې کوم عناصر ناامني جوړوي، دوی د بلوچستان صوبې د پرمختيا او سوکالۍ دښمنان دي.

بلوچستان کې بله پېښه پرون مازيګر په کېچ ضلعه کې شوې، د بي بي سي د رپورټ ترمخه پېښه کې لږ تر لږه دوه امنيتي اهلکار وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي، د کېچ په دشت کډان علاقه کې د امنیتي اهلکارو د ګاډو قافله په بمي چاودنه کې په نخښه کړل شوې ده.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے