د مالی کال 2025-26 په وړومبي څلورو مياشتو کې ایف بي آر 272 اربه روپۍ خساری سره مخ دی

ریاض حسین

مرکزی د ټيکسونو د راغونډولو اداره FBR د 2025-26 مالي کال د جولای نه تر اکتوبر پورې په لومړيو څلورو مياشتو کې ټولټال 3738 اربه روپۍ مالیا راټوله کړي، چې د ټاکل شوي 4109 اربه روپيو هدف نه 272 اربه روپۍ کمه ده.

د مرکزي مالياتي ادارې د رپورټ تر مخه په اکتوبر 2025 کې 952 اربه روپۍ راټولې کړی چی د ټاکل شوی هدف 1026 اربه روپۍ په مقابل 74 اربه روپۍ کمی دی
چارواکي وايي چې د اکتوبر میاشتې دپاره شاوخوا 955 اربه روپو اندازه لګول شوی

شمېرې ښيي چې د جولایی نه تر اکتوبر پورې د د ټيکسونو د ګوشوارو یا (ريټرنونو) له لارې 135 اربه روپۍ جمع شوي، چې د تېر کال په هم دی موده کې 128 اربه روپۍ په پرتله 8 اربه روپۍ زياتی دی

د ماليی هدف او حکومتي تګلاره

مرکزی حکومت د کال 2025-26 لپاره د FBR کلنی مالياتي هدف 14131 اربه روپۍ ټاکلی وو او ویلی وو چی دا وخت حکومتي مالياتي هدف د قامی امدن 11 فیصده ته زیات شوی او راتلونکی کلونو کی به دا هدف 13 فیصده ته زیات کړی

IMF فشار او روانې خبرې

تيره اوونۍ د نړيوالی مالياتي ادارې IMF پلاوي اسلام آباد ته سفر کړی وو چی د راتلونکي بجټ او د ماليی د زياتېدو پر تګلارو حکومت سره مشوره وکړي.
سرچينې وايي چې IMF د نوې قسط د جاري کولو لپاره پر پاکستان د مالياتي بنياد د غځېدو، د مالياتو د غلا د مخنيوي او د د روایتونو د کمېدو ټينګار کړی وو
آئی ايم ایف د پاکستان حکومت اصلاحاتي پلان په مجموعی توګه مثبت بللی وو او تمه ی څرګنده کړی وه چې د اقتصادي ثبات لپاره حکومت نور سخت ګامونه پورته کړي. او په ملکی کچه د توانايی په څانګه کی سرکولر فرضي راکمې کړی او په تاوان کی روانی سرکاری اداری شخصی څانګی ته ورکړی

که څه هم د تېر کال په پرتله د ټيکسونو یا مالیی کچه لوړه شوې، خو د ټاکل شوي هدف په پرتله اوسنی پرمختګ د اندېښنې وړ بلل کېږي. اقتصاد پوهان وایی که په راتلونکو اته مياشتو کې دغه مالیاتی خساره سېوا شی نو حکومت ته به د سختو مالي پرېکړو کولو پرته بله لار نه وی پوهان وایی د ټيکسونو د هدفونو دا کموښت نه يوازې د بجټ خساره ډېرولی شي، بلکې پر پرمختيايي پروژو (PSDP)، دفاعي لګښتونو او صوبايي ونډې هم منفي اغېزی پری باسي

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے