د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منير د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي، شهباز شريف ډونلډ ټرمپ د امن علمبردار په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د هغه په برکت د پاکستان او هندوستان ترمنځ اوربند ممکن شوی دی، د هغه په مشرۍ به د پاکستان او امریکا اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
شهباز شریف د امریکا شرکتونو ته بلنه ورکړې چې د پاکستان د کرنې، معلوماتي ټکنالوجۍ، کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت او استخباراتي همکارۍ د لا زیاتېدو په خبره یې ټينګار کړی دی.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، د امریکا په سپینه ماڼۍ کې له صدر ډونلډ ټرمپ سره په لیدنه کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هم مل وو. د بیان له مخې دغه لیدنه په ډېره خوشګوار فضا کې ترسره شوې ده.
سپينې ماڼۍ د دغه ليدنې په اړه تراوسه کوم بيان نه دی خپور کړی.
شهباز شریف د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ته د «سولې علمبردار» نوم ورکړی او په ټوله نړۍ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره یې د هغه مخلصانه هڅې ستايلي دي. ده د ولسمشر ټرمپ زړورتیا او پرېکنده مشرتابه ستایلې ده، چې د هغه په برکت د پاکستان او هندوستان ترمنځ اوربند ممکن شوی او سیمه له یوه لوی بحران څخه بچ شوې ده.
د خبر ترمخه، شهباز شریف د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د خبرو پر مهال په غزه کې د سمدستي اوربند او سولې د ټینګښت لپاره د ډونلډ ټرمپ هڅې ستایلي، په ځانګړي ډول یې دا ستاینه کړې چې دغه اوونۍ یې نيويارک ته د اسلامي نړۍ مشران وربللي چې د غزې او لویدیځ غاړې په ګډون په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره پراخ مشورتي غونډه وکړي.
وزیر اعظم د روان کال په پیل کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د ټیرف تړون یادونه کړې او د ټرمپ مننه یې کړې جې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت خبره یې کړې او هیله یې ښودلې چې د ټرمپ په مشرۍ به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د پاکستان او امریکا اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
شهباز شریف د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان رول ته د صدر ټرمپ له څرګند ملاتړ مننه کړې او د امنیت او استخباراتي همکارۍ د لا زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بیان له مخې شهباز شریف ډونلډ ټرمپ ته په تود هرکلي سره په مناسب وخت کې د پاکستان د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.