د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې خېبر نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپريدي دعوه کړې، چې د خېبر ضلعې په تيراه اکاخېلو کې د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۳ بې ګناه ماشومان او مشران شهيدان شوي دي.
نوموړي نن په ۲۲م سمتبر په خپله فېس بک پاڼه يو ويډیو بیان کې دغه دعوه کړې او د دغه پېښې پرضد د احتجاج یې ويلي وو.
د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومت او پوځ تراوسه پورې د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو د پاکستان پوځ وخت په وخت په قبايلي ضلعو کې د وسله والو پرضد د عملياتو خبرونه ورکوي.
دا پېښې او عمليات په داسې وخت کې کيږي چې په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي او د صوبې جنوبي سيمو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او په امنيتي ځواکونو هم وسله وال بريدونه کيږي.
د ځينو ترلاسه شوو رپورټونو ترمخه، نن سهار په تيراه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، پینځه کورونه پکې ويجاړ شوي او د ۲۰ پورې ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
د خو د سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي دعوه کړې چې د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د يادې پېښې پرضد د خېبر په باړه چوک کې احتجاجي مظاهره شوې او اقبال اپريدي ورته په وينا کې ويلي، د قامي اسمبلۍ د غړي په حېث دی د دغه ډول پېښو غندنه کوي بلکې رياست او ریاستي ادارو د دغه عمل او ظلم او جبر، که په باجوړ کې دی که په وزیرستان کې او که په تیراه کې شورو دی، دی یې په سختو ټکو کې غندنه کوي.
هغه ويلي، د احتجاج کوونکو سره په مشوره به د يادې پېښې په اړه د راتلونکې تګلاره اعلانوي.