ډېره اسماعيل خان: ټرېفکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

نن د جمعې په ورځ (۲۶ستمبر) د ډېره اسماعيل خان په درازنده داناسر سیمه کې يوه ټرېفکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي، د ژغورنې ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ له معلوماتو له مخې یوه مزدا ګاډی چې پکې د یوې کورنۍ غړي سپاره وو، د بلوچستان له خانوزۍ څخه ډېره اسماعیل خان ته روان وو. په لاره کې د داناسر په سیمه کې د بریک فېل کېدو له امله د پېښې ښکار شوي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وينا، پېښه کې ټپی شوي درې کسان په ځای کې د لومړنۍ طبي مرستې تر ترلاسه کولو وروسته د ډېره اسماعیل خان ضلعي سرکاري روغتون ته لېږدول شوي دي.

ويل شوي، ریسکیو ټیم د ۷ مړو کسانو مړي هم را وایستل، چې پکې ۵ ښځې، ۱ سړی او ۱ ماشوم شامل وو. ټول مړي د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته روغتون ته منتقل کړل شوي دي.

د رېسکيو په وينا پېښه کې ټول ۱۱ کسان مړه شوي، چې پکې ۷ کسان ریسکیو ۱۱۲۲ او ۴ کسان د ځایي سرچینو له لارې روغتون ته انتقال شوي دي.

خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې وخت په وخت دغه ډول ټرېفکي پېښې کيږي، علت یې د سړکونو تنګوالی او خرابوالی، په ګاډو کې د حساب نه سېوا وزن بار کول او قانون نه عملي کول يادول کيږي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے