پاکستان سره مذاکراتو دپاره د مولوي یعقوب په مشرۍ پلاوی دوحې ته تللی

فضل عزيز بونيری

سي بي اين: کابل

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ويلي، داچې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن د خالي/ شنبې په ورځ په دوحه کې مذاکرات ترسره کیږي، د دفاع وزیر محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت  یو لوړ پوړې هیئت نن دوحې ته ولاړ.

طالبانو دعوه کړې، بلې خوا تیره شپه یوځل بیا د پاکستاني پوځیانو لخوا په پکتیکا کې په ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو تعداد ملکي هېوادوال په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو ويلي، د پاکستان متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په تر ټولو سختو ټکو غندي، او دا سې کړنې پارونې عمل او د جګړې د اوږدیدو هڅه بولي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د پاکستان امنيتي سرچينو دعوه کړې چې د جمعې په شپه یې د جنوبي او شمالي وزيرستان سره په پوله د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د حافظ ګل بهادر ډلې پټنځايونه په نخښه کړي دي.

ويل شوي په دغو بريدونو کې د ۷۰ نه زيات وسله وال وژل شوي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د پاکستاني پوځ د تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

طالبانو زياته کړې، یوځل بیا تکرارو چې افغانستان په سولیز حل او سیمیز امن باور لري، خو کوم څه چې پيښيږي هغه ټول د پاکستاني اړخ د تجازونو له امله ده.

پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقات علي خان ويلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ منظم ديپلوماتيک تعاملات دوام لري او چارې په چټکۍ سره روانې دي. هغه هم ويلي، پاکستان د يوې سوله‌ييزې، باثباته، ملګري، ټول‌منلې او هوسا افغانستان غوښتونکی دی.

ياده دې وي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ۱۵م او ۱۶م اکتوبر سختې نښتې شوې وې، او دواړو خواو ته پکې د درون ځاني تاوان اړولو ويل شوي وو.

د پاکستان پوځ په نښتو کې خپل لوري ته د ۲۳ کسانو وژنه تاييد کړې او دعوه یې کړې وه افغانستان کې د ۲۰۰ نه زیات د طالبانو اهلکار یې وژلي وو.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے