فضل عزيز بونيری
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان په برید کې درې لوبغاړي وژل شوي دي. خو پاکستان ويلي د ترهګرو پټنځايونه یې په نخښه کړي دي.
افغان کرکټ بورډ ويلي، بريد کې د ارګون ولسوالۍ کبير، صبغت الله او هارون په نوم درېو لوبغاړو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
کرکټ بورډ په پېښه ژوره خواشينې څرګنده کړې او ويلي یې دي، افغانستان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې، او د قربانیانو د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغو کوي او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.
په افغانستان کې واکمنه طالبان د تيرو څو ورځو راهسې پرله پسې تورونه لګوي، چې پاکستان په افغانستان کې بمبارۍ کوي.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د پاکستان امنيتي سرچينو دعوه کړې چې د جمعې په شپه یې د جنوبي او شمالي وزيرستان سره په پوله د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د حافظ ګل بهادر ډلې پټنځايونه په نخښه کړي دي.
ويل شوي په دغو بريدونو کې د ۷۰ نه زيات وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت او افغانستان کې واکمنو طالبانو د دغو بريدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
بل لور ته د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ ويلي، که د افغانستان او پاکستان مسلې حل کولو ورته وويل شوي، په اسانۍ سره به دغه شخړه هواره کړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ۱۵م او ۱۶م اکتوبر سختې نښتې شوې وې، او دواړو خواو ته پکې د درون ځاني تاوان اړولو ويل شوي وو.
د پاکستان پوځ په نښتو کې خپل لوري ته د ۲۳ کسانو وژنه تاييد کړې او دعوه یې کړې وه افغانستان کې د ۲۰۰ نه زیات د طالبانو اهلکار یې وژلي وو.
د شورو،چهارشنبې په ورځ بيا د ۴۸ ساعتونو پورې د جنګ بندۍ ويل شوي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو بيا په پاکستان تور لګولی چې د جنګ بندۍ سرغړونه یې کړې او په افغانستان کې یې بمباري کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه نېټه د پاکستان سره تړاو لري.
پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ د شخړې ختمولو دپاره په دوحه کې د خبرو ويل شوي، خو رپورټونه وايي تراوسه پورې کوم مذاکرات يا خبرې پيل شوي نه دي.