سي بي اين
د خیبرپښتونخوا په اورکزو ضلعه کې تېره شپه د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې، په نتیجه کې یې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان او ۱۹ وسلهوال وژل شوي دي، د پاکستان پوځ په خپله دغه خبر خپور کړی دی.
د پوځي بيان ترمخه، د خیبرپښتونخوا د اورکزو په یوه لرې پرته سیمه کې تېره شپه د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د نښتې پر مهال د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان وژل شوي، او په ځوابي برید کې ۱۹ وسلهوال طالبان له منځه تللي دي.
د پوځ په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلهوالو د پټ ځای پر ضد عملیات پیل شول.
سرچینې زیاتوي چې د پېښې له وروسته پوځ د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره د لټون عملیات پراخ کړي دي.
د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو هدف د ترهګرو پاتې پټنځایونه ختمول دي، او دا ډول ګامونه به تر هغې دوام وکړي څو سیمه بشپړه توګه له خطره خلاصه نهشي.