رپورٹ (CBN247)
یوناما په خپل تازه راپور کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت پر محتسبینو یو لړ بېاساسه، مغرضانه او له واقعیتونو لرې تورونه لګولي، او هڅه یې کړې چې شرعي اصول او قوانین د محدودیت په معنا تفسیر کړي.
راپور کې راغلي چې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت محتسبین ښځې د روغتیايي خدماتو نه محروموي که چیرې محرم ونه لري؛
- ټرانسپورټي شرکتونو او چلوونکي منع کوي چې بېمحرم ښځې انتقال نه کړي؛
- ښځینه کاروبارونه بندوي؛ او پرښځو محدودیتونه وضعه کوي
- د حجاب نشتون پر بنسټ ښځو ته ادارو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي؛ او د ښځو ستونزو ته رسیدګي نکیږي
همداراز را پور کي راغلي چې محتسبین کور په کور ګرځي سنګارتونونه (ښځینه ارایشګاوې) بندوي.
یاد راپور نه یوازې له واقعیتونو لرې دی، بلکې د اسلامي ټولنې پر ارزښتونو ښکاره تېری او زموږ د شرعي هویت سپکاوی دی. موږ په کلکه دا هڅه غندو چې یو بهرنی سازمان د شرعي اصولو په وړاندې دا ډول جرات وکړي او اسلامي احکام، لکه حجاب او محرمیت د ښځو پر وړاندې د محدودیت په معنا تعبیر کړي.
حجاب یو شرعي فریضه ده، د عزت نښه او د ټولنیز وقار برخه ده. څوک چې د شرعي حجاب نه مراعت د محدودیت په توګه انګیري، هغوۍ پخپله د ښځې کرامت نه پېژني، یا د مسلمان ملت د باورونو درناوی نه کوي.
د محرم شتون په سفر کې، هغه سفر چي شرعي اندازه یي پره وې د محرم شتون د ښځې د خوندیتوب، ملاتړ، او رواني آرامتیا لپاره الهي امر دی اسلامي شریعت زمونږ لپاره معیار دی. دا قانون د ښځو د محرومیت لپاره نه، بلکې د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره وضع شوی. دا اصل د هیڅ چا نه پټ ندی
په روغتیايي مرکزونو کې پر ښځو محدودیت هغه پرپاګند دی چې د یاد وزارت پر ټولو لاسته راوړنو او فعالیتونو پکي سترګي پټي سوي یاد وزارت د روغتیا په برخه کې د اسلامي اصولو مراعاته دعوت کوي، او د ښځود اسانتیا او اطمنان لپاره ئې په تیرو څلور کلونو کې ګڼ سهولتونه رامنځته کړي
یو ناما د یاد وزارت پر ټولو لاسته راوړنو چې دمیرمنو اساسي حقوق چې په تیرو څو لسیزو کي بیلګه هم نه وه سترګي پټي کړي،
یوناما باید ځان ته دا حق ورنه کړي چې زموږ شرعي اصول د خپل لیدلور له مخې تفسیر کړي. زموږ ټولنه د شرعي احکامو پربنسټ اداره کېږي، او یاد وزارت خپل رسمي قانون لري چې مأخذ شریعت دی،د هم هغه قانون په اساس مخته ځي او هیڅ بهرنۍ مرجع ته دا صلاحیت نه ورکوو چې زموږ شرعي او قانوني ارزښتونه "محدودیت” وبولي.
د امر بالمعروف وزارت د ملت د باورونو، د ښځو د کرامت، او د ټولنې د اخلاقي سلامتۍ لپاره کار کوي. موږ پر خپلو شرعي اصولو ولاړ یو،
موږ له یوناما څخه غواړو چې د خپل مسؤلیت، حدودو او د میزبان ټولنې د ارزښتونو احترام ته جدي پاملرنه وکړي