مانیٹرنگ ڈیسک
ننګرهار ولايت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست مسؤلين وايي؛ د دوی په هڅو نن په ننګرهار کې د دوو جبري نکاح ګانو مخه نيول شوې، کومې، چې د نجونو له رضا پرته د کورنيو له لوري تنظيم شوې وې.
د هغوی په وينا؛ د دواړو پېښو تر څېړنې وروسته مو کورنۍ قانع کړې، چې دا د شرعي اصولو خلاف عمل دی او نجونې بايد د ژوند مهم تصميمونه د خپلې خوښې له مخې ونيسي.
د يادې ادارې مسؤلين وايي؛ د ټولنې وګړي نېکيو ته رابلل او له بديو يې منع کول زموږ دنده او مسؤليت دی.