مانیٹرنگ ڈیسک
نن پنجشنبه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په خليج هوټل کې له پاکستان څخه په جبر او ظلم سره راشړل شويو افغان مهاجرينو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه يوه ستره ولسي غونډه جوړ شو، چې پکې د ختيځ زون د بېلابېلو ولايتونو د ګڼو قومونو مشران، علمای کرام، قومي مخور، ځوانان، د مرستندويه بنسټونو استازي، ګذر وکيلانو او د رسنيو استازيو حضور درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ملک سيد جهان جهاني، قاري رحمت الله، حاجي طاوس خان همت اخوندزاده، ملک سردار ولي غروال او یو شمېر نورو مخورو شخصیتونو په خپلو ویناوو کې وویل؛ دا مهال له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو راشړل د ټولو انساني، اسلامي، نړيوالو او ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل دی، چې د پاکستان دغه چلند افغانانو سره له اوږدې مودې راهیسې د زور، تحقیر او بې عدالتۍ ډک دی، نور باید ختم شي، موږ دغه ظلم او جبر په کلکو ټکو غندو.
ويناوالو له پاکستاني علماوو، مدني ټولنو، رسنيو او د دغه هېواد له عام ولس څخه غوښتنه وکړه، چې خپل حکومت باندې فشار راوړي، څو د افغان مهاجرینو سره انساني چلند وشي او د هغوی جبري اېستل بند شي.
قومي مشرانو د نظام له مسؤلينو مننه وکړه، چې ټول وزيران تورخم ته ورغلل، هلته يې زموږ له کډوالو سره په ګډه، په يو ټغر، د خاورې پر غولي شپې او ورځې تېرې کړې او د هغوی حالت له نږدې څاري، مرسته او ملاتړ يې کوي.
هغوی وویل؛ موږ د ختيځ زون ټول ولسونه خپلو کډوالو وروڼو او خوېندو سره ولاړ يوو. نه يوازې دا چې هغوی ته مو په کورونو کې ځای ورکوو، بلکې د خپلې خولې مړۍ مو هم ورسره شريکه ده او دا زموږ د ایماني، انساني او افغاني وجدان غوښتنه ده.
يادو مشرانو د نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او بشري حقونو له سازمانونو څخه هم وغوښتل، چې پاکستان بانډې فشار واچوي، څو د افغان مهاجرينو د جبري شړلو بهير ودروي، هغوی ته د بېرته راستنېدو لپاره کافي وخت، انساني شرایط او مناسب فرصت برابر کړي او د افغانانو پروړاندې خپله دغه پالېسي، چې د انسانيت او نړيوالو اصولو خلاف ده تغير کړي او افغانانو ته دومره وخت او فرصت ورکړي، چې په عزت خپل هېواد ته راستانه شي.
په پای کې د غونډې پرېکړه ليک د امير جان کوټوال له لوري ولوستل شو، چې پکې راغلي وو: موږ له اروپايي هېوادونو او نړيوال بشري سازمانونو څخه غوښتنه کوو، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو له افغان مهاجرینو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو له مخې انساني چلند وکړي او هغوی ته د عزت او خوندیتوب فضاء کې د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.
همداراز له شتمنو افغان هېوادوالو غوښتنه کوو، چې له راستنېدونکو کورنیو سره د هستوګنې، خوراک او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان له حکومت او اړوندو مسؤلینو مو هم غوښتنه دا ده، چې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش په برخه کې عملي اقدامات وکړي، ترڅو دوی وکولای شي یوځل بیا په خپل هېواد کې د عزت ژوند پیل کړي.