پاکستان – د هند له د اوبو بندیز به جنګ ګنړلی شی

رپورٹ (CBN247)

د هند د انتظام لاندی کشمیر په مشهور سیل ګرئ سیمه پاهلګام کې پر سېلانیانو خونړي برید، چې له امله یې تر ۲۶ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی شدید کړی دی. د دې پېښې په ځواب کې، پاکستان اعلان کړی چې له هند سره دوه اړخیز تړونونه ځنډوي، هوايي او ځمکنۍ پوله بندوي، او سوداګریز فعالیتونه به ودرول شي. پاکستان دا هم خبرداری ورکړی چې که هند د پاکستان د اوبو برخه بنده کړي، نو دا به د جګړې عمل وګڼل شي.

د پاهلګام برید وروسته، د هند صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د ملي امنیت کابينې بیړنۍ غونډه وشوه. له دغې غونډې وروسته، هند د سند طاس تړون ځنډول، د واګه بندر تړل، او د سفارتي کارکوونکو شمېره راکمول اعلان کړل.

پاکستان د دې پېښې په غبرګون کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر روغېدو هیله یې وکړه. خو د هند هغه تورونه‌یې کلک وغندل چې بې له کومو کره شواهدو او تحقیقاتو پاکستان ته منسوب شوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په خپل ټولنیز پلیټفارم Truth Social کې ولیکل: "له کشمیره ډېره خواشینوونکې خبر راغله. امریکا له هند سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې کلک ولاړه ده.”

له دې سره، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې (NSC) هم غبرګون وښود، چې د پاهلګام برید سره‌یې د پاکستان تړاو رد کړ او د هند دریځ‌یې بې بنیاده او د ناکامۍ نښه وبلله. کمېټې وویل چې پاکستان پرته له توپیره د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او په نړیواله کچه یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ستر تاوانونه ګاللي دي.

دغه کمېټه وړاندې وایي، هند نشي کولای چې د قرباني کیدو زوړ دریځ وړاندې کړي او خپل لاسونه د پاکستان پر خاوره د ترهګرۍ له ملاتړ څخه پاک وښيي. کمېټې د هندي بحري افسر، قوماندان کلبهوشن یادو یادونه وکړه چې نیول شوی او د جاسوسۍ او تخریبي فعالیتونو اعتراف‌یې کړی، چې دا د هند د دولتي ملاتړ لرونکې ترهګرۍ ښکاره ثبوت بولي.

پاکستان هند تورن کړ چې غواړي د نړۍ پام له مقبوضه کشمیر کې د بشري حقونو له دوامدارو سرغړونو او دولتي ظلم څخه واړوي.

په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه یو بل ته سختې څرګندونې کوي، سیمه‌ییز وضعیت لا هم نازک دی او د لا ډېرې دیپلوماتیکې کړکېچ ویره شته

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے