رپورٹ (CBN247)
پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له لوري تورخم عمري کمپ کې یو مجهز کلینیک جوړ او ګټې ته وسپارل شو.
دغه راز یادې ادارې راستنېدونکو افغانانو ته ۴۰۰ خېمې هم ولګولې.

د دغو چارو د پرانیستې مراسمو کې پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر مولوي نورالدین ترابي د عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوندوال، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول مولوي صدیق الله قریشي، د خدماتي کمېټې مسوول مولوي زاهدالله زاهد او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

مولوي نورالدین ترابي وویل، اسلامي امارت خپلو ټولو هغو هېوادوالو ته چې له مهاجرته راستنیږي، د هر ډول اساسي خدمتونو لپاره ژمنتیا ښیي.
نوموړي زیاته کړه، چې په پنځو ورځو کې ۴۰۰ خېمې یو مجهز کلینیک، ۱۳زره ۲۰۰ متره مربع سړکونو جغل اچونه او د اوبو رسولو منظم سیستم یې د ادارې له لوري جوړ شول.

د مولوي ترابي په خبره یاد کلینیک کې به ناروغانو ته د درملنې ترڅنګ د اړتیا په صورت کې د امبولانس خدمات هم وړاندې شي.