رپورٹ (CBN247)
کابل – د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو سرپرست وزیر مولوي عبد الکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره ولیدل او د اسلامي امارت د وروستي پاکستان ته د سفر په اړه یې خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې د کډوالو او راستنیدو چارو مرستیال وزیر کلیم الرحمن فاني هم ګډون درلود.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، چې د اسلاماباد سفر، چې ده مشري کوله، ډېر ګټور ثابت شو. هغه زیاته کړه چې له پاکستاني چارواکو سره په مهمو موضوعاتو پراخې خبرې وشوې، چې پکې د افغان کډوالو وضعیت، دوه اړخیز سوداګریزو اړیکو، او په پاکستان کې د میشتو افغانانو د ستونزو په اړه بحث وشو. عزیزي وویل چې پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې د افغان کډوالو ستونزو ته به د حل لارې پیدا کوي.

د کډوالو او راستنیدو چارو مرستیال وزیر کلیم الرحمن فاني وویل، چې د پاکستان له لوري ځینې عملي ګامونه اخیستل شوي دي او تمه ده چې د ترسره شوو ژمنو پلي کول به ژر تر ژره وشي.
په ورته وخت کې، سرپرست وزیر مولوي عبد الکبیر د اسلامي امارت پلاوي پاکستان ته سفر مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت د افغان کډوالو د باعزته راستنیدو لپاره ژمن دی. نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو د ادغام لپاره اړینې اسانتیاوې دننه په افغانستان کې برابرې شوې دي.

مولوي عبد الکبیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره مثبتو او جوړو اړیکو ته ژمن دی او د ستونزو د حل لپاره خبرې او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي.