باجوړ (خبریال) :
د باجوړ ضلعې د تحصیل خار صدیق آباد سیمه کې د چهارشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا ۲ بجې یوه زوروره بم چاودنه شوې، چې پکې د ناوګئی اسسټنټ کمشنر فیصل اسماعیل، تحصیلدار عبدالوکیل خان، یو پولیس اهلکار او یو عام وګړی فضل منان شهیدان شوي، او ۱۷ نور کسان ژوبل شوي دي. د څلورو ژوبل کسانو حالت نازک ښودل شوی او هغوی پشاور ته منتقل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ناوګئی اسسټنټ کمشنر فیصل اسماعیل له ناوګئی نه د هیډکوارټر خار پر لور روان و، او کله چې د صدیق آباد په سیمه کې د ناوګئی سړک پر سر د هغه گاډی تېرېده، بم چاودنه پرې وشوه. چاودنه ډېره زوروره وه او د سیمې خلکو تر ډېره فاصله پورې د هغې غږ اورېدلی دی.
په دې پېښه کې شهید شوي کسانو کې شامل دي:
• فیصل اسماعیل (اسسټنټ کمشنر ناوګئی)
• عبدالوکیل خان (تحصیلدار ناوګئی)
• پولیس کانسټیبل زاهد
• یو عام وګړی فضل منان
په ژوبل شویو کسانو کې د پولیسو اهلکاران شامل دي:
• کانسټیبل ایاز
• کانسټیبل محمد زمین
• کانسټیبل سیدالرحمن
• کانسټیبل فضل حق
• سب انسپکټر نور حکیم
او عام ژوبل شوي وګړي دا دي:
• وقار خان، حیات الله، عمر، عرفان، عبدالصمد، جمیل، فضل بادشاه، زیر ګل، فضل حکیم، بلال، عطاالله، او ظاهر
د چاودنې نه وروسته، مقامي خلک، ریسکیو اهلکاران، او امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، او د ژوبل شوو کسانو او شهیدانو انتقال یې هیډکوارټر اسپتال خار ته کړی.
د شهیدانو جنازه د خار پولیس لاین کې ادا شوې، چې پکې د باجوړ ډپټي کمشنر شاهِد علي، د باجوړ ډي پي او وقاص رفیق، کمانډنټ باجوړ سکاؤټس، سرکاري افسران، د شهیدانو خپلوان او د سیمې خلک په لویه شمېره کې ګډون کړی. د پولیسو یو چاق و چوبند دستې شهیدانو ته سلامي ورکړه او حکومتي چارواکو د دوی پر جسدونو د ګلونو ګیډۍ کېښودې. له جنازې وروسته، د شهیدانو جسدونه خپلو خپلو پلرنیو سیمو ته انتقال کړل شول.
یاده غمیزه پېښه په داسې وخت کې شوې، چې د خیبر پښتونخوا په زیاترو سیمو کې د امنیت وضعه مخ پر خرابېدو ده، په ځانګړې توګه په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، لکي مروت او کرک کې په وروستیو ورځو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
د باجوړ چاودنې سخت غندنه شوې، د ملک ولسمشر آصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، او وزیراعلیٰ علي امین ګنډا پور خپل غبرګون کې د پېښې له امله د قیمتي انساني ژوندونو د ضایع کېدو ژوره خواشیني ښودلې ده.
دوی ویلي، چې د ترهګرو دا ډول بزدلانه کارروايانې به نه د امنیتي ځواکونو عزم کمزوری کولی شي، نه د ولس حوصله، او نه به ترهګرو ته اجازه ورکړل شي چې د وطن امن ګډوډ کړي. د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه تر هغه وخته جاري وي، تر څو چې د امن فضا پوره بحال شوې نه وي.