په ګردېز ښار کې د انتاني ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله له تېرو اته میاشتو راهیسې تړلی پاتې دی

رپورٹ: نصرت اللہ طاہر زی :

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د انتاني ناروغیو لپاره جوړ ۵۰ بستریز روغتون له تېرو اته میاشتو راهیسې تړلی دی، چې لامل یې د مالي امکاناتو کمښت ښودل شوی دی.

مېشت خلک وایي، اوس چې د اوړي سختې ګرمۍ دي، په خلکو کې انتاني ناروغۍ زیاتې شوي دي، خو چارواکي وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدامات روان دي.

د پکتیا خلک وایي، د بې‌وزلۍ له امله یې وس نه رسي چې شخصي روغتونونو ته ولاړ شي، نو له حکومته غوښتنه کوي چې دا روغتون بېرته فعال کړي.

د پکتیا یو اوسېدونکی، ګلاب خان، وایي:
"ناروغۍ ډېرې شوي دي، موسم ډېر ګرم دی، خلک ټوخیږي او له تنفس سره ستونزه لري. موږ غواړو چې دا روغتون بېرته خلاص شي.”

بل اوسېدونکی، اختر ګل، وایي:
"خلک ډېر غریب دي — نه کرایه ورکولی شي او نه درمل اخیستلی شي. له حکومته غواړو چې دا روغتون بېرته فعال کړي، څو د بې‌وزلو خلکو مرسته وشي.”

نور خلک هم له مسؤلو چارواکو غواړي چې ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه د روغتون بندېدو خلک له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ کړي دي.

یو بل اوسېدونکی، هیواد، وایي:
"موږ له د عامې روغتیا وزارت او نورو مسؤلینو غوښتنه کوو — که بودیجه شته، مهرباني وکړئ روغتون بېرته فعال کړئ، خلک له سختو روغتیایي ستونزو سره مخ دي.”

بل‌خوا، ځایي چارواکي وایي چې د روغتون د بېرته فعالېدو هڅې روانې دي.

د پکتیا مرستیال والي، انعام‌الله صلاح‌الدین، وایي:
"موږ کار کوو چې د انتاني ناروغیو روغتون بیا فعاله کړو، او ان شاء الله ډېر ژر به دا روغتون بېرته کار پیل کړي او خلکو ته به روغتیایي خدمتونه برابر کړي.”

یاده دې وي چې د امریکا له‌خوا له افغانستان سره د مرستو بندېدل د هېواد روغتیایي نظام ته زیان رسولی، خو د سرطان میاشتې پر ۱۵مه د روغتیا وزارت اداري مرستیال پکتیا ته د سفر پر مهال وویل چې د ټول هېواد لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د وزارت ژمنتیا ده.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے